چین او تاجکستان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ
Jul 06, 2024 07:09 Asia/Kabul
چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
دواړو هېوادونو پرون په دې اعلامیه کې ویلي چې، په دغسې یوه حکومت کې باید بېلابېلې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې حضور ولري.
دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، بېطرفه، متحد، ټولګډونه، سوله ایز او له تروریزم، جګړې او نشه يي توکو څخه پاک هېواد وي.
چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.
دغه ګډه اعلامیه تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر سفر او په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته خپره شوې ده.