پوتین به ولې د انګلستان نوي وزیراعظم ته مبارکي ور نه کړي؟
(last modified Sat, 06 Jul 2024 08:26:34 GMT )
Jul 06, 2024 12:56 Asia/Kabul
  • پوتین به ولې د انګلستان نوي وزیراعظم ته مبارکي ور نه کړي؟
    پوتین به ولې د انګلستان نوي وزیراعظم ته مبارکي ور نه کړي؟

پارس ټوډی- د کرملین ماڼۍ ویاند د روسیې په وړاندې د بریطانیا د غیردوستانه کړچار دوام ته په اشارې سره وویل: احتمال شته چې پوتین د بریطانیا نوي وزیراعظم ته مبارکي ونه وايي.

بریطانیې د یوکرین د جګړې له پیل راهیسې په دې جګړه کې فعال رول لوبولی دی. په هغه جګړه کښې چې د ماسکو امنیتي اندیښنو ته د لویدیځ د نه پاملرنې او د روسیې پولو ته نږدې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ځواکونو پراخولو له امله جوړه شوې ده.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، لندن د روسیې ضد دریځونو په خپلولو، یوکرین ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو په استولو او پر روسیې د بندیزونو په لګولو سره تاوتریخوالی او شخړې زیاتې کړې. بریطانیې تراوسه د روسیې په څه باندې ۱ زر او ۱۰۰ ښاریزو او له ۸۰۰ په ډیرو حکومتي سازمانونو باندې بندیز لګولی دی.

د کرملین ویاند "دیمیتري پیسکوف" په دې برخه کې وروسته له دې چې د بریتانیې نوی صدراعظم وټاکل شو خبریالانو ته وویل،: «لندن لاهم د ماسکو پر وړاندې غیر دوستانه چلند ته دوام ورکوي په دې وجه ګرانه ښکاري چې د روسیې ولسمرش ولادیمیر پوتین د بریطانیې نوي وزیراعظم کایر اسټارمر (Sir Keir Rodney Starmer)  ته مبارکي ورکړي.

  •  

د ویلو ده چې د بریطانیا کارګر ګوند د تیرې پنجشنبې په پارلیماني انتخاباتو کښې د ۶۵۰ چوکیو په ګټلو سره د پارلیمان اکثریت راې ترلاسه کړې. له هم دې امله د بریطانیا تیر وزیراعظم رشي سوناک استعفا ورکړه.

 

ټیګونه