د ایران ؛نفس؛ مستند د ایټالیا جشنوارې فائينل  ته لاره وموندله
(last modified Thu, 08 Aug 2024 09:02:47 GMT )
Aug 08, 2024 13:32 Asia/Kabul
  • د ایران ؛نفس؛ مستند د ایټالیا جشنوارې فائينل  ته لاره وموندله

پارس ټوډې  - د ایران مستند؛ نفس؛ نومې فیلم د ایټالیا  (Nebrodi Cinema DOC international Festival) ) د مستند جشنوارې اتم پړاؤ فاینل ته لاره وموندله.

د ایتالیا د Nebrodi Cinema DOC international Festival   مستندجشنواره  د ټلونیزو او ژواک چاپیریالي تاوانونو  له موضوعګانو سره د خپلواکه فیلم جوړونکو څخه د ملاتړ په موخې سره  د اکتوبر له اومې تر دیارلسمې نیټې پورې ترسره کیږي.

پارس ټوډې راپور ورکړی،د بهزاد رضائي په ډایریکټرۍ او پروډیوسرئ او پلانونې سره ایراني مستند فیلم ؛نفس؛  خپل شپږم نړیوال شتون تجروبه کوي.

دغه ایرانی مستند له دې مخکې د Paladino d'Oro Sport Film Festival جشنوارې د درې څلویښتم پړاؤ د ؛بل سینما(سینمای دیګر)په برخې کې د فیلم ترټولو ښه جایزه  ګټلې  او د ترکیې د وریښمو دلارې د یولسم پړاؤ  فینالیسټ ،د ایټالیا د نوستالژیا او د امریکا د World Music &Independent Film Festival او دهند چیپور  جشنوارې د مستند ترټولو ښه کاندید هم شوی ؤ.

د ایران مستند فلم "نفس" په کرونائي بحران  کې د خلکو یوازیتوب او د اړیکو نشتوالی او د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د هنرمندانو په شخصي ژوند، یوازیتوب او خلاقیت باندې د هغو اغیزې انځوروي.

 

ټیګونه