له اسلامه د ویرونې په نامې سره یوه پروژه،اوس ولې په انګلستان کې؟
(last modified Mon, 12 Aug 2024 08:28:10 GMT )
Aug 12, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • له اسلامه د ویرونې په نامې سره یوه پروژه،اوس ولې په انګلستان کې؟

پارس  ټوډې- د ایکس ټولنیز  چینل کارؤنکوپه انګلستان کې له اسلامه د ویرونې  په پراختیا په اندیښنې څرګندولو سره،له اسلامه دویرونې د پروسې  په مخنیوي کې  دچارواکو لټي ورټله.

انګلستان،څه دپاسه یوه اونۍ کیږي،چې د مهاجرینو په ضد په شعارونو سره د تاؤتریخجنو اعتراضونو شاهد دغه ناکراري له دې وروسته پیل شوي چې د ټولنیزو چینلونو افراطی او ښي پال او زوړبال فعالانو د هغه یوه یرغلګر د هویّت په باب د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو لپاهر چې  درې جینۍ ئې وژلی وې،  استفاده وکړه .

 چاقو په لاس یوه اولس کلن ځوان،د انګلستان په ساؤت پورټ ښار کې د شرابو له څښلو وروسته، درې جینکئ  ووژلې او دوه سړي او اته نور ماشومان ئې ټپیان کړل او د ښار او هیواد فضائې سره ګډه وډه کړه.

پارس ټوډې راپور ورکړی،ګارډیّن انګریزي ژبې ورځپاڼې په دې اړه لیکلي دي،د ټولنیزو چینلونو پسټونو په دروغو ادعا کړې ده، دغه شکمن یو مسلمان پناه غواړی دی او همدغه کافي وه څو په ساؤت پورټ ښار کې په یوه  جومات  حمله وشي.

د لویدیځ لپاره لویدیځوال مشکل رامینځةکونکي؛

د ایکس ټولنیز چینل  کارؤنکو د اسلام او مسلمانانو په ضد د نفرت خورونې په غبرګون کې، لویدیځ  په دغه وضعيّت سره یوه له چیلنجونو  او مشکلاتو ډکه جغرافیه بللې ده.

په دې اړه  د ډیویډ مایرس په نامې سره یوه کارؤنکي ، د یوه پُسټ په خپرولو سره ټينګار کړی دی چې په انګلستان کې وروستۍ حمله له مسلمانانو سره هیڅ ارتباط نه لري.

په انګلستنا کې د وروستۍ حملې له اسلام سره پر نه اړوندوالي د ایکس یوه کارؤنکي ټينګار

 

یوه بل کارؤنکي  هم په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد د یرغلیزو اقداماتو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی دی.د هغه د پُسټ په یوې برخې کې راغلي دي،؛په انګلستان کې دې مسلمانان خپل خیال وساتي !په راتلونکو څو اونیو کې په درست انګلستان کې زیاتره اسلامی ضد بلواوې روانې دي. دا په بشپړ ډول وحشتناکې دي زه باؤر نشم کولی چې  مسلمانانو باید پټ شي.

په انګلستان کې په مسلمانانو د حملو د زیاتیدا په باب د ایکس کارؤنکي خبرداری

 له اسلامه د ویرونې پروسه؛

 د ایکس یو فعال کارؤنکی او د تاریخ  یو اوسمهاله څيړاند مجید تفرشي، چې له اسلامه ویرونه یوه پروژه  ګڼي ،لیکلي دي؛له اسلامه ویرونه حتما یوه پروژه ده  او له یوه ځایه تغذیه کیږي.

د تاریخ یو اوسمهاله ایرنی څيړاند؛له اسلام ه ویرونه یوه پروژه ده

  سورنا یو بل ایکس کارؤنکی دی چې وائي؛د نړۍ خلک له دروغجنو حاکمانو او دهغو له جنایتونو ستړي شوي دي،نو ځکه په حقیقت پسې ګرځي او دا حقیقت د اسلام له دین پرته بل چرته نه پیداکیږي او طبیعي ده چې د اسلام مخالفانو  له اسلامه د ویرونې پروسې ته مخه کړې ده، خو د خداي لاس ترټولو لاسونو برَه دی.

د ایکس کارؤنکي ټینګار کړی چې حقیقت داسلام له دین پرته بل چرته نه موندل کیږي.

په لویدیځ کې اسلام ته د ګروهنې زیاتیدا

د انګلستان یو اوسیدونکی جرنالسټ رابرت کارتر هم د اسلام دین ته د خپلې ګروهنې په باب لیکي؛په ځوانۍ کې د انګلستان نیشنلزم او له اسلامه  ویرؤنکي پروسې ته جذب شوم .زه ډیر قهرجن، ګمراه او بې سواده وم .اوس مسلمان یم ،الحمد الله ؛ زه له ژوند سره مینه لرم او په نتیجې کې دخلکو په ټولو پرګنو کې زه لا پیاوړی  شوی یم .اسلام د انګریزانو لپاره هیڅ خطره نه لري.

په ایکس کې یو مسلمان شوی انګریز کارونکی؛اسلام د انګریزانو لپاره هیڅ خطره  نه لري.

 داپه داسې حال کې دي چې،په همداوروستیو کې د ټِل ماما؛ Tell Mama ؛ چې په انګلستان کې له اسلامه د ویرونې پروسه څاري، یو ځل بیا ئې د مسلمانانو په ضد د افراط پالو ښي پالو د وحشت او ویرې د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی.

د ؛ Tell Mama ؛ موسیسې د راپور په اساس، په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونکي اقدامات درې برابره زیات شوي تردې چې په ساؤت پورټ، هارټلپول او لیورپول پشمول لس جوماتونو باندې  افراطي ښي پالو او زوړپالو حملې کړی دی یاګواښل شوي دي او لامل شوي دي یو شمیر مسلمانان پخپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ونه وځي.په تیره بیا سترمنې میرمنې اندیښمنې دي په واټونو او کوڅو کې پرې حملې کیږي.

 

ټیګونه