د مالیزیا لومړی وزیر: لویدیځ باید د غلطو داستانونو تولید بند کړي / د 1948 کال د اکتوبر 7 د اسراییلو اشغال
(last modified Thu, 29 Aug 2024 00:43:42 GMT )
Aug 29, 2024 05:13 Asia/Kabul
  • د مالیزیا لومړی وزیر: لویدیځ باید د غلطو داستانونو تولید بند کړي / د 1948 کال د اکتوبر 7 د اسراییلو اشغال

پارس ټودی - د کوالالمپور له خوا د بې دفاع فلسطینیانو د ملاتړ له امله، د امریکا او مالیزیا د اړیکو د ترینګلتیا احتمال زیات شوی دی.

جاپاني رسنۍ "نیکي اسیا" په دې باور ده چې مالیزیا په دې وروستیو اونیو کې په ښکاره د فلسطین له مسئلې خپل ملاتړ زیات کړی، چې له امریکا سره یې اړیکې خړې پړې شي.

 د پارس ټوډی د راپور له مخې؛ د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم له لویدیځ څخه وغوښتل چې د غزې د جګړې په اړه د "دروغجن داستانونو" د وړاندې کولو لپاره د نړیوالو رسنیو د کنټرول هڅه ودروي.

"انور ابراهیم" لویدیځو هیوادونو ته په خطاب کې زیاته کړه: تاسو اړتیا نلرئ چې اسلامي نړۍ ته د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او دوامدار پرمختګ په معنی ور زده کړئ.

د مالیزیا لومړي وزیر په دې اړه وویل: په اشغال شوي فلسطین کې ناکراري د اکتوبر په اوومه د حماس د عملیاتو له امله نه ده، بلکې دا په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین له اشغال سره پیل شوې او له هغه وخت راهیسې دوام لري.

"انور ابراهیم" زیاته کړه: کوالالمپور ژمن دی چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې ثبت شویو شرکتونو ته اجازه ورنکړي چې مالیزیا ته داخل شي او هر ډول فعالیت وکړي.

تر دې مخکې مالیزیا او برونای د دواړو هېوادونو د مشرانو په کلنۍ غونډه کې د غزې په تړانګه کې د «اشغالګر» رژیم له خوا د نسل وژنې او تاوتریخوالي دوام غندلی و او د سیمې پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې وه.

په دغه کتنه کې د برونائی سلطان حاجی حسن ابوالکیاه او د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم په لویدیځه اسیا کې د کړکیچن وضعیت او د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د رژیم له خوا د نسل وژنې او تیریو د دوام په هکله چې د بشری ناورین او پراخو تلفاتو سبب شوي، د غندنې ترڅنګ یې خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د لویدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره صهیونېسټ رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی خو تراوسه هغه موخه چې له برید مخکې یې اعلان کړې وه، هیڅ پایلې ته ندی رسیدلی.

د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې څه دپاسه څلویښت زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا دوه نوي زره تنه نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او له مختلفو هیوادونو څخه د فلسطین خاورې ته د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس او په ۱۹۴۸ کال کې یې د وجود اعلان وشو.

له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه تر سره شوي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ يو شمېر هېوادونه د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودانو د ستنېدو جدي ملاتړي دي.

 

ټیګونه