پر تهران د واشنګټن د بندیزونو کمپاین بې اغېزې شوی دی
(last modified Thu, 05 Sep 2024 08:50:21 GMT )
Sep 05, 2024 13:20 Asia/Kabul
  • پر تهران د واشنګټن د بندیزونو کمپاین بې اغېزې شوی دی

پارس ټوډې – «ریچارډ نیفیو» چې د ایران په خلاف د امریکا د بندیزونو د شبکې د معمار په توګه پېژندل کېږي، اعتراف وکړ: د تهران په خلاف د واشنګټن د بندیزونو کمپاین بې اغېزې شوی دی.

د بارک اوباما په دولت کې پر ایران د بندیزونو معمار او د نږدې منځني ختیځ د سیاستونو په اړه د واشنګټن د فکري مرکز غړي "ریچارډ نیفیو" په یوه یادښت کې ویلي: نن ورځ د نویو ستراتیژیکو پېښو او هغو ننګونو په پام کې نیولو سره چې د ایران په خلاف د بندیزونو د لګولو لپاره ډېر محسوس دي، د تېرو کلونو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نړیوالو بندیزونو نوي کول ستونزمن شوي دي. په دې یادښت کې چې د واشنګټن د فکري مرکز په ویبپاڼه کې خپاره شوي، «نیفیو» دې ته اشاره کړې، چې اوس واقعا ستونزه د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو پلي کول دي.

بندیزونه په اوتومات ډول نه پلي کېږي

په دغه یادښت کې د ایران په خلاف د اجماع د رامنځته کولو لپاره د امریکا د کوششونو ناکامۍ ته په اشارې سره، نیفیو څرګنده کړې چې د ځینو د تصور خلاف، د بندیزونو طرحه کول، څارنه او اجرا کول یو ډېر مشکل کار دی او د انرژۍ د زیاتو لګښتونو ته ضرورت دی.

دغه پخواني امریکايي چارواکي، دغه حالت له یوې مرغۍ سره تشبیه کړی چې د اوبو پر مخ  په آرامه لامبو وهي، خو تر اوبو لاندې په سختۍ سره د پښتو حرکت لري.

هغه د بندیزونو د پلي کولو د ستونزو په اړه لیکي:

ممکن داسې ښکاره شي چې بندیزونه په تیوري لحاظ په خپله اجرا وړ کېږي، مګر په حقیقت کې داسې نه دی. د بېلګې په توګه، ایران دا نه منې چې د خپلو توغندیو د پرزو پر واردولو بندیزونه رعایت کړي او شرکتونه، کښتۍ او بانکونه هم په اتومات ډول دا ډول کار نه کوي.

د "ریچارډ نیفیو" په وینا، امریکا د برجام له تړون مخکې او په 2006 کې، د دې ډول پېچلتیاوو په پام کې نیولو سره، حکومتونو، بانکونو او خدماتو ترسره کوونکو ته د بندیزونو د نه پلي کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وو. د هغه د لیکنې له مخې، امریکا په پای کې د "دویم بندیزونو" په نوم یو جوړښت رامنځته کولو سره، دغو ګواښونو ته معنی ورکړه، او اعلان یې وکړ چې هر هغه څوک چې د ایران له بندیزونو سره معامله کوي، د امریکا له مالي سیسټم څخه ایستل کېږي. هغه لیکلي: "لکه څنګه چې دا مقاله روښانه کوي، پر ایران د بندیزونو کمپاین چې په برجام سره پای ته ورسېدل، پراخ او ستونزمنه وو. د هغې بیاځلي ترسره کول به ډېر ستونزمن وي، په ځانګړې توګه اوس چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا نور دښمنان، په خپلو خطرونو او زیانونو ډېر پوه شوي دي.

"نیفیو" په دوام کې د دې جملې په لیکو سره چې "اوس مهال ایرانیان د ځان او خپلو شتمنیو ساتنه په خورا مؤثره توګه کوي" اعلان یې وکړ چې "تر یوې اندازې پورې د ټرمپ اعظمي فشار چلند، دا مسله تاییدوي." دې پالیسۍ پر ایران باندې د پام وړ اقتصادي اغېزې درلودې.

د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو د شدت ننګونې

دغه پخواني امریکایي چارواکي په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بدلونونو او تغییراتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په دې وروستیو کلونو کې د بندیزونو د ځوابولو لپاره، د ایران فشارونه زیات پراخ او تازه شوي دي.

د ریچارډ نیفیو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت اوسمهال د پخوا په پرتله پیاوړی شوی او په زرګونه فعال سنټرفیوجونه لري.

د دې یادښت په پای کې ویل شوي: نن ورځ دا مسئله چې په ۲۰۱۵ کال کې یوه موافقه وه چې ډېری د نړیوالې ټولنې له خوا منل شوې وه، د بندیزونو د شدت لپاره به یوه ننګونه وي. د هغه د ناکافيتوب په اړه د استدلال تکرار، ممکن د نړۍ ډېری هېوادونو ته د قناعت وړ نه وي، چې د ایران له سوله ایز اټومي پروګرام څخه مستقیم ګواښ ځان ته نه ویني.

پر ایران د بندیزونو د معمار په وینا، د نړیوالو بندیزونو کمپاین د پلي کېدو لپاره، نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. هغه څه چې اوس مهال شتون نلري.

کلیدي کلمې: ایران او امریکا، پر ایران بندیزونه، د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار ناکامي، د ایران قدرت، د ایران علمي ځواک

ټیګونه