د ملګرو ملتونو لخوا په صهیونیسټ رژیم د بندیزونو غوښتنه
(last modified Mon, 09 Sep 2024 08:06:24 GMT )
Sep 09, 2024 12:36 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو را پور ورکوونکی مایکل فخري
    د ملګرو ملتونو را پور ورکوونکی مایکل فخري

د خوړو د حق په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل فخري د دوشنبې په سهار ویلي: اسرائیل نه یوازې غزې ته د بشردوستانه مرستو د داخلیدو مخه نیسي، بلکې د فلسطینیانو ځمکې او خوراکي سرچینې هم له مینځه وړي.

نوموړې له همدې امله پر صهیونیسټي رژیم د بندیزونو لګولو او په دغه رژیم د فشار اچولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو را پور ورکوونکي مایکل فخري تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د غزې اوسیدونکي د نړۍ د قحطۍ ځپلې نفوسو اتیا سلنه جوړوي او د جنګونو په تاریخ کې داسې هیڅ ریکارډ نشته چې یو ملت دې په دومره سرعت له قحطۍ او لوږې سره مخ وي.

مهمه خبره دا ده چې له یوې خوا د صهیونیسټ رژیم د ظالمانه جنګ د دوام او له بلې خوا د دغه رژیم له لورې د نړیوالو بشردوستانه مرستو د بندیدو له امله د غزې د اوسیدونکو وضعیت له پخوا څخه ډیر خراب او ویرونکی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو د غزې په جګړه کې د اسراییلو د بې ساري جنایتونو له امله د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال د اګست په پای کې د یورو مدیتراني د بشری حقوقو د څارنې ادارې په یوې بیانیې کې د صهیونیسټ رژیم له خوا د غزې د تصفیې د تکراري حکمونو په اړه خبرداری ورکړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د دغه رژیم له ملاتړ او بندیزونو ډډه وکړي.

دا مسئله په غزه کې د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې له امله د فلسطینیانو د شهیدانو او زخمیانو د زیاتیدونکی شمیر په پام کې نیولو سره د اروپا او امریکې په شمول د نړۍ د پراخو اعتراضونو لامل شوې ده.

د شمېرو له مخې، په فلسطین کې د شهیدانو شمېر چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، ۴۱ زره او د ټپیانو شمېر ۹۵ زرو ته رسېدلی او د غزې ډېری برخې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

په دې جګړه کې د پراخې تباهۍ او لوږې سربیره چې د سلګونو فلسطینی ماشومانو ژوند یې واخیست او په نړۍ کې یوه تر ټولو بده انساني غمیزه بلل کیږي، تر لسو زرو زیات فلسطینیان هم ورک شوي دي.

بې له شکه دغه ناوړه جنایتونه به د امریکا له پراخو پوځي او وسلو مرستې پرته، چې اسرائیلو ته یې شاوخوا پنځوس زره ټنه وسلې او مهمات استولي، ممکن نه وو.

د دې حقیقت سره، سره چې د ملاتړ پالیسي په اړه د خلکو، په ځانګړې توګه زده کونکو، حتی د فدرالي ادارو لکه د بهرنیو چارو وزارت او د کورني امنیت وزارت او همدارنګه د پوهانو او روڼ اندو د غړو او کارمندانو لخوا پراخ لاریونونه شوي دي، خو د بایډن حکومت په فلسطین کې د جنایت ترسره کولو په موخه صهیونیسټ رژیم ته د وسلو ورکړه دوام لري.

دغه راز نور لویدیځ هېوادونه هم له ځینو ښکاره غندنې سره، سره له تل ابیب سره سوداګري، اقتصادي او حتی پوځي اړیکې ساتي او له صهیونیسټ رژیم سره د خپلو جنایتونو په دوام کې مرسته کوی .

البته په اروپا او امریکا کې د صهیونیسټ رژیم د وسلو د بندولو لپاره ډیرې هڅې شوی دی .

 د مثال په توګه، د 2024 په می کې، د متحده ایاالتو د کانګرس 88 دیموکراتیک استازو، د متحده ایاالتو ولسمشر جو بایډن ته په یوه لیک کې، پر اسراییلو د یرغلیزو وسلو د پلور د بندیز غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرس ۴۰ غړیو چې د استازو د جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي په ګډون یې جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې پر صهیونیسټ رژیم د وسلو پلور بند کړي او له دغه رژیم سره د واشنګټن مرستې مشروطې کړي.

په اروپا کې د بشري حقونو ګڼو سازمانونو اسراییلو ته د پوځي تجهیزاتو او وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې ده.

د نورو په منځ کې، "د فلسطینیانو لپاره د عدالت نړیوال مرکز" د برتانیې لخوا د اسراییلو لخوا د وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه وکړه، او دا غوښتنې یو څه بریالۍ شوې هم ده.

په دې لړ کې د برطانيې حکومت د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې صهيونېسټ رژيم ته به د ځينو وسلو صادرات د اسرائيلو لخوا د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ لپاره د برطانيې د وسلو د استعمال د احتمال په وجه بند کړي.

د فلسطین لپاره د عدالت د نړیوال مرکز د عامه اړیکو مسوول جاناتان پورسل دې ته په اشارې سره چې انګلستان اسرائیلو ته د وسلو د صادرولو له ۳۵۰ جوازونو څخه ۳۰ یې ځنډولي دي، وویل: د دې پریکړې په کولو سره، د بریتانیا حکومت په پای کې ومنله چې اسراییلو په جدي توګه نړیوال بشري حقونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم د فشار اچولو او ګوښه کولو لپاره یو بل ښکاره اقدام چې په وروستیو میاشتو کې په غزې کې د خونړۍ جګړې په دوام کې زیات شوی دی، په نړیواله سطحه د اسرائیلو د بایکاټ د غورځنګ پراخول دی .

په دې اړه امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو: د غزې د تړانګې په خلاف  جنګ له دوام وروسته د اسرایلو د بایکاټ غورځنګ په داسې حال کې چې ورځ په ورځ پراخیږي، د لویدیځو ټولنو په تیره بیا د پوهنتونونو د بېلابېلو طبقو له دغه غورځنګ سره د یوځای کیدو شاهد دي.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د اکتوبر په اوومه د الاقصې د طوفان له عملیاتو وروسته په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د حملو له پیله تراوسه د دغه رژیم د بایکاټ د ملاتړې غورځنګ په ډګر کې ستر بدلون راغلی دی.

د دې عملیاتو او د غزې د جګړې په پایله کې، د اسراییلو د بایکاټ غورځنګ او د فلسطین پلوه سازمانونو ځینې اوږدمهاله اهداف ترلاسه شوي.

د اسرائیلو د بایکاټ، د پانګونې نه کولو او د اسرائیلو تحریم جنبش  ‌BDS د فلسطین د ځمکو د نیواک او په دغو سیمو کې د میشت ځایونو د جوړولو لپاره په صهیونیسټ رژیم د فشار اچولو لپاره یو نړیوال کمپاین کوونکی دی.

دغه غورځنګ چې په ۲۰۰۵ کال کې د ۱۷۱ فلسطینیانو په ملاتړ جوړ شو، د اروپا او امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې د ګڼ شمېر پلویانو د ترلاسه کولو توان لري.

بې له شکه صهیونیسټ رژیم او امریکا د دغه غورځنګ او د هغه د اقداماتو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کړي دي .

مهمه مسله داده چې د غزې د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه اقدامات د نړیوالو له پراخو غندنې سره، سره د دغه رژیم د تحریمولو لپاره هیڅ همغږی نړیوال اقدامات نه دی ترسره شوی.

په داسې حال حالاتو کې مونږ یوازې د ځینو هېوادونو د انفرادي اقداماتو شاهدان یو.

په دې اړه، د کولمبیا ولسمشر، ګوستاوو پټرو، د روان کال د اګست په 21 په X ټولنیز شبکه کې اعلان وکړ چې هېواد یې په "رسمي ډول" اسراییلو ته د سکرو صادرات بند کړي دي.

کولمبیا دوه میاشتې مخکې له صهیونیسټ رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.

 دغه اقدام چې د نورو هېوادونو له خوا د ورته کړنو پر وړاندې د توجیه وړ ګڼل کېږي، د حماس له خوا له تود هرکلي سره مخ شو.

د حماس په بیانیه کې د کولمبیا د حکومت د دغه اقدام د هرکلي په ترڅ کې ټینګار شوی دی چې د نړۍ نور هېوادونه باید د دغه ډول اقدام مثال تعقیب کړي او په بایکاټ کولو سره د صهیونیسټي رژیم په تحریمولو او منزوي کولو کې ونډه واخلي.

 

ټیګونه