حقیقي بدلونونه په سړکونو کښې دي نه د رایو په صندقونو کښې؛ د امریکا په محصیلینو کښې د یوه قدرتمن باور راڅرګندیدل
پارس ټوډې خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې د خلکو په تیره بیا د پوهنتونونو د ځوانانو غوښتنو ته د چارواکو پام نه کول ښودنه کوي
چې په کوم ډول د دغه هیواد سیاسي سیسټم د ډیرو محصیلینو لپاره له مخکې څخه په یوه ټاکل شوي او حقیقي بدلونو ته له امید لرلو پرته بهیر بدل شوی دی.
د امریکا په پوهنتونونو کښې د انتخاباتو د فصل له پیلیدا سره په یووخت داسې فضا رامینځته شوي ده چې د« هاوارډ زین» په وینا د انتخاباتو جنون یعني لیونتوب نومول شوی دی.
دغه لیونتوب د پوهنتون له کلتور څخه جلا نه دی او د انتخاباتو د مناظرو، د ریپبلیکن ګوند او د ډیموکراټ ګوند د فعالیتونو او په انتخاباتو کښې ګډون کولو ته د محصیلینو د تشویق کولو په شان د پیښو د رامینځته کیدا کتونکي یوو.
پارس ټوډې سایټ راپور راکړی په دې مینځ ومان کښې د رایې ورکول محصیلینو ته د سیاسي مشارکت د اوج په توګه ورزد کول شوي دي، داسې سپیڅلي دنده چې د ښوونځي له وختونو راهسې د دوې په ذهنونو کښې پاتې شوي ده.
سره له دې دغه بهیر له جدي کړکیچ سره مخامخ دی چې د انتخاباتو سیسټم او په دغه بهیر باندې د محصیلینو اعتماد له چیلنج سره مخامخ کیږي.
اعتراض کونکي محصیلین چې له دې مخکې یې د امریکا د انتخاباتو له نظام سره اشنايي لرله همدا اوس له جدي شکونو سره مخامخ دي.
د تیر وخت پیښې او د جنګ ضد د اعتراضونو ځپل او په فلسطین کښې نسل کشۍ د دوې باورونو ته سخت ګوزار ورکړی دی.
په دوې کښې ډیر اعتراضونه د پولیسو له سختې لاسوهنې او د خلکو له سخت ځپلو سره مخامخ شوي دي.
هغه محصیلین چې د دغو اعتراضونو په لومړي صف کښې وو له پوهنتونونو څخه له ایستل کیدا ، سانسور او یا د هغو استادانو د تنبیه کیدا سبب شول چې د محصیلینو په څنګ کښې ولاړ دي.
د امریکا په پوهنتونو کښې دا ډول فضا سبب شوي ده چې محصیلین د اکاډمیک سیسټم د سیاسي او د فکري اغیزشیندنې په هکله شک پیدا کړي.
د امریکا د انتخاباتو په فضا کښې دغه کړکیچ خپل ځان ښيي.
د امریکا محصیلینو جنګ او نسل وژنې ته په اړونده مسائیلو کښې د اصلي ګوندونو د دریځونو ترمینځ د لږ شان درز په لیدو سره احساس کوي چې د انتخاباتو د ګزینو او لارو چارو ترمینځ کوم اساسي تفاوت نشته.
د روان میلادي کال په اګست میاشت کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې «کامالا هریس» په یوې انتخاباتي غونډې کښې اعتراض کونکو «کامالا تا په نسل کشۍ تورونوو» په شان شعارونه ورکړل.
خو د کامالا هریس ځواب دا و که چیرې غواړئ ډونالډ ټرامپ په انتخاباتو کښې بریال شي دغو شعارونو ته دوام ورکړئ.
دغه غبرګون د سیاستوالانو او د محصیلینو د غوښتنو ترمینځ د واټن او د کړکیچ د ژوریدا نښه ده.
په عین حال کښې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د ملاتړ لپاره ټول ضروري اوزارونه د هغه کار د ختمول لپاره چې پیل کړی مو دی نتانیاهو ته ورکوي.
د امریکا د اعتراض کونکو اصلي غوښتنه له اسرائیلو څخه د واشنګټن د وسله والو ملاتړونو ختمول دي.
خو دغه غوښتنه د امریکا د سیاسي شخصیتونو لپاره له ممکن حد څخه ورهاخوا ده او حتی د انتخاباتو په فضا کښې هیڅ ځای نلري.
د امریکا د خلکو په تیره بیا د پوهنتونونو د ځوانانو غوښتنو ته دغه بې پامۍ ښودنه کوي چې د امریکا سیاسي سیسټم د ډیرو محصیلینو لپاره له مخکې څخه په یوه ټاکل شوي او حقیقي بدلون ته له هیلې لرلو پرته بهیر بدل شوی دی.
د «استاکتون» پوهنتون د انسان پیژندنې استادې «نازیا کازي »د امریکا د انتخاباتو د کړچارونو په هکله په خپلو تحقیقاتو کښې همدغه موضوع ته اشاره کوي او وايي د امریکا ډیر سیاسي مسلمانان انتخاباتو ته په ناهیلې سره ګوري ، ځکه چې د امریکا دواړه سیاسي لوري د جنګ غواړو سیاستونو او د امنیتي څارنو ملاتړ کوي.
دغه نظر نن سبا د امریکا په ډیرو محصیلینو کښې هم دود شوی دی چې پوښتنه کوي په کوم ډول په انتخاباتو کښې ګډون کولای شو ځکه چې ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوندونه د امریکا د امپراتورۍ د څیرې نمایندګي کوي.؟
د امریکا محصیلین همدا اوس د رایو په صندوقونو باندې د اعتماد له کړکیچ سره مخامخ شوي دي.
هغوې باوري دي دغه اوزار د ښاریزو د توانمن او پیاوړي کولو پرځاې د ولسي اعتراضونو د غلي کولو او کنټرولول لپاره په یوه اوزار بدل شوي دي.
نازیا کازي وویل په انتخاباتو کښې د رایو اچول په یوې ډیرې غیر منصفانه او محدودې ګزینې او انتخاب بدل شوي دي چې هیڅ محترم استاد محصیلینو ته د هغه ورکولو ته حاضر نه دی.
هغوې دغه راز دغه حالت هغه څه ته چې« اعجاز احمد »هغه د لیبرالیزم او د ښي پالو نږدې غیږه یادوي تشبیه کوي.
دغه کړکیچ نه یوازې د امریکا د محصیلینو لپاره یو فرصت بلکې د معلمانو لپاره یې یو چیلنج هم رامینځته کړی دی.
د پوهنتون استادې نازیا کازي ټینګار وکړ دغه شیبه کولای شي د انتخاباتو له چوکاټ څخه بهر د مبارزو او د ټولنیزو غورځنګونو د تدریس لپاره یو فرصت ووسي.
محصیلینو ته ښودلی شو چې په تاریخ کښې حقیقي بدلونونه د رایو د صندوقونو له لارې نه بلکې د منظمو شویو او ډله ئیزو اعتراضونو له لارې لاس ته راغلي دي.
دغه شیبه د هغو افسانو د ماتولو لپاره چې محصیلینو ته د سیاسي مشارکت د ترټولو لوړ شکل په توګه د رایو د ورکولو په هکله ورزده کړې شوي دي یو فرصت دی.
په دې ترتیب د امریکا د اعتراضونو له ځپل کیدا او له انتخاباتو څخه له ناهیلۍ وروسته د امریکا د اکاډمیک نظام او د ځوان نسل لپاره ستر چیلنج رامینځته شوی دی؛ داسې نسل چې له اوسني سیسټم څخه ناهیلی شوی او د ټولنیزو بدلونونو لپاره د نویو لارو په لټولو پسې دي.