د هند د سلفیانو مشر د ملایشیا د تابعیت د ترلاسه کولو هڅه کوی
May 31, 2017 18:50 Asia/Kabul
د ایرنا له راپور سره سم د هند استخباراتی ادارو ویلی دی ذاکر نایک په هندوستان کې تر تقیب لاندې راتلو وروسته د ملایشیا د ښاریز توب د ترلاسه کولو هڅه کوی .
د هندوستان د سلفیانو مشر تیر کال له دې وروسته چی د امنیتی ادارو لخوا هغه پر ضد پلټنې پیل شوې ، له دغه هیواده ووته ، خو څو میاشتې مخکې هغه په عربستان ، اماراتو او د جنوبی اسیا په هیوادونو کې لیدل شوی دی .
د هند دولت په نومبر میاشت کې د ذاکر نایک د اسلامی تحقیقاتو موسسې فعالیت د غیر قانونی کارونو په وجه د ۵ کلونو لپاره منع کړ .
ذاکر نایک د هندوستان د سلفی ډلې مشر او یوه افراطی څیره ده چی د ټیلی ویژیونی چینل په پرانستلو سره یې په هند کې د وهابی او سلفی پالنې د افکارو د دودولو لپاره پراخ فعالیت پیل کړی دی .