اسلامی هویّت دګواښ له جدی خطرې سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53568-اسلامی_هویّت_دګواښ_له_جدی_خطرې_سره_مخامخ_دی
داسلامی مذهبونو دنزدیوالی نړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.... محسن اراکی نن په تهران کې د ایران اوآذربایجان جمهوریت د پوهانو اومتفکرانو په ټول کې داسلامی پیوستون په سیمنار کې ټینګار وکړ ، داسلام پیروکار یو واحد هویّت لری ، نو ځکه په دغه شان امت کې جنګ ،تاؤتریخوالی ،ترهه ګری اوتکفیریّت هیڅ ځای نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 06, 2017 15:06 Asia/Kabul
  • اسلامی هویّت  دګواښ له جدی خطرې سره مخامخ دی

داسلامی مذهبونو دنزدیوالی نړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.... محسن اراکی نن په تهران کې د ایران اوآذربایجان جمهوریت د پوهانو اومتفکرانو په ټول کې داسلامی پیوستون په سیمنار کې ټینګار وکړ ، داسلام پیروکار یو واحد هویّت لری ، نو ځکه په دغه شان امت کې جنګ ،تاؤتریخوالی ،ترهه ګری اوتکفیریّت هیڅ ځای نه لری .

 ایرناخبری آژانس  راپورورکړ 

 آیت ا... محسن اراکی  زیاته کړې ،   کله  په اسلامی نړۍ کې  جنګ اوترهه ګری پراخیږی  او دټولنې د یوې برخې  په اسلامی هویّت کې  کوم خنډونه  رامینځةکیږی ،نو  د دغوټولو مشکلاتو  اوترینګلتیاؤ سرچینه له خداوندمتعال اوحقیقی اسلامه لیرې کیدا ده  .

 هغه   دمتفکرانو په دغه سیمنار کې   داسلامی پیوستون اهمیّت ته په اشارې سره  روښآنه کړه ، اسلامی  او بشری ټولنې ته    د دغې غونډې  پیغام   په ټولو مشترکاتو کې   داتحاد راوستل دی . داسلامی مذهبونو دنزدیوالی د نړیوالې ټولنې  عمومی منشی  همنداراز په تهران کې  دقفقاز   دمسلمانانو دادارې  له مشر او دآذربایجان  جمهوریت له مفتی شیخ الاسلام  ا... شکور پازاده سره  په کتنې کې   له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې لپاره  داسلامی نړۍ د عالمانو اشخصیتونو  دغږملتیا او دلیدتوګو دیووالی  غوښتنه وکړه .