ناټو افغانستان ته دعسکرو داستولو په اړه پریکړه کوی
-
په افغانستان کښې ناامنۍ بیخي زیاته شوي ده او نورو هیوادونو ته هم غزیدلي ده .
زمونږخبریال وایی ناټو ویلی دی چې په افغانستان کښې د غړیو هیوادونو د نورو عسکرو د دیره کیدا دغوښتنې په اړه اوس غور روان دی او پریکنده فیصله به په یوې(۱) میاشتې کښې وشی .
د ناټو دپوځی کمیټۍ مشر جنرال پیټر پاول دالبانیه هیواد په پلازمینې تیرانا کښې ددغه تړون(NATO) له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل په افغانستان کښې دنوروعسکرو د دیره کولو لپاره دامریکا دغوښتنې په اړه په غړیو هیوادونو کښې نورې سلامشورې ته ضرورت شته .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دافغانستان په اړه د نوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت ویلی دی چې دغه هیواد ته به کابو نور شپږ زره(۶۰۰۰) پوځیان واستوی او له ناټو یې هم غوښتی وو چې په دغه هیواد کښې دخپلو عسکرو شمیر زیات کړی .
په افغانستان کښې دامریکا او د ناټو دعسکرو ددیره کیدا په وجه نه یوازې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې دنشه ایزو موادو کر او قاچاق زیات شوی او ناامنۍ هم بیخی زیاته شوی ده او نورو هیوادونو ته هم غزیدلی ده .