دنړۍ۵۰هیوادونو د ایټمی وسلودبندیزنوی قانون لاسلیک کړ
راپورښئ ایټمی وسلو لرونکو له نهو هیوادونو یوه هیواد هم د ایټمی وسلو د بندیز دنوی تړون په تصویبیدو کې ګډون ونه کړ او د ناټو د ایټمی وسلو لرونکو درو هیوادونو ،یعنی انګلستان ، فرانسې اوامریکا اعلان کړی ، په دې زمینې کې له ګډون سره هیڅ دلچسپی نه لری .
زمونږخبریال دفرانس پریس آژانس له قوله راپور راکړ په کوریا ټاپو وزمې کې د تاؤتریخوالی په زیاتیدو سره کابو پنځوسو هیوادونو او دهغو په سر کې برازیل هیواد بیګا په نیویارک کې د ملګروملتوپه مرکز کې دایټمی وسلو دبندیز نوی تړون لاسلیک کړ چې له نوی ورځو وروسته اجراکیږی .
ایټمی وسلو دبندیز نوی قانون په تیرې جولائی میاشت کې د په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت پشمول یوسل دوه ویشتو هیوادونو تصویب کړی ؤ.
راپورښئ ایټمی وسلو لرونکو له نهو هیوادونو یوه هیواد هم د ایټمی وسلو د بندیز دنوی تړون په تصویبیدو کې ګډون ونه کړ او د ناټو د ایټمی وسلو لرونکو درو هیوادونو ،یعنی انګلستان ، فرانسې اوامریکا اعلان کړی ، په دې زمینې کې له ګډون سره هیڅ دلچسپی نه لری .
په عین حال کې ناټو موسسې دایټمی وسلو دبندیز تړون غیر حقیقت پال بللی او خبرداری ئې ورکړی ، دهغه تړون له لارې دایټمی وسلو منع کیدا ، چې دایټمی وسلو لرونکی یو هیواد هم پکې ګډون نه کوی ، اغیزمنه نه ده، او دایټمی وسلو دسلاکوټونو له کمیدو سره هیڅ مرسته نه کوی .
دایټمی وسلو د بندیز دنوی تړون په سبب ، هغه هیواد چې ایټمی وسلې لری او د دغه تړون غړی شی ، باید ایټمی سلاکوټ او له هغه سره ا ړونده ټول تاسیسات په یوې مشخصې نیتې کې نابود کړی .
دایټمی وسلو د بندیز دتړون اصلی موخه ، دایټمی وسلو دلرونکو دبدنامولو او دایټمی وسلو دبندیز دژمنتیاؤ داجرا لپاره د سیاسی دباؤنو داعمالولو لپاره دحقوقې زمینې برابرول دی .