دنړۍ۵۰هیوادونو د ایټمی وسلودبندیزنوی قانون لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56393-دنړۍ۵۰هیوادونو_د_ایټمی_وسلودبندیزنوی_قانون_لاسلیک_کړ
راپورښئ ایټمی وسلو لرونکو له نهو هیوادونو یوه هیواد هم د ایټمی وسلو د بندیز دنوی تړون په تصویبیدو کې ګډون ونه کړ او د ناټو د ایټمی وسلو لرونکو درو هیوادونو ،یعنی انګلستان ، فرانسې اوامریکا اعلان کړی ، په دې زمینې کې له ګډون سره هیڅ دلچسپی نه لری .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 21, 2017 11:58 Asia/Kabul
  • دنړۍ۵۰هیوادونو د ایټمی وسلودبندیزنوی قانون لاسلیک کړ

راپورښئ ایټمی وسلو لرونکو له نهو هیوادونو یوه هیواد هم د ایټمی وسلو د بندیز دنوی تړون په تصویبیدو کې ګډون ونه کړ او د ناټو د ایټمی وسلو لرونکو درو هیوادونو ،یعنی انګلستان ، فرانسې اوامریکا اعلان کړی ، په دې زمینې کې له ګډون سره هیڅ دلچسپی نه لری .

زمونږخبریال دفرانس پریس  آژانس له قوله راپور راکړ  په کوریا ټاپو وزمې کې  د تاؤتریخوالی په زیاتیدو سره  کابو پنځوسو هیوادونو   او دهغو په سر کې برازیل هیواد  بیګا   په نیویارک کې د  ملګروملتوپه مرکز کې   دایټمی  وسلو  دبندیز نوی تړون  لاسلیک کړ چې  له نوی ورځو وروسته  اجراکیږی .

 ایټمی وسلو دبندیز نوی قانون په تیرې جولائی میاشت کې  د  په ملګروملتو کې  د ایران داسلامی جمهوریت  پشمول  یوسل دوه ویشتو هیوادونو  تصویب کړی ؤ. 

راپورښئ  ایټمی وسلو لرونکو له نهو هیوادونو یوه هیواد هم  د ایټمی وسلو د بندیز  دنوی تړون په تصویبیدو کې ګډون ونه کړ او  د ناټو د  ایټمی وسلو لرونکو درو هیوادونو ،یعنی  انګلستان ، فرانسې اوامریکا  اعلان کړی ،  په دې زمینې کې  له ګډون سره  هیڅ دلچسپی   نه لری .

  په عین حال کې  ناټو موسسې  دایټمی وسلو دبندیز تړون  غیر حقیقت  پال بللی او خبرداری ئې ورکړی ،   دهغه تړون له لارې  دایټمی وسلو  منع کیدا ، چې   دایټمی وسلو لرونکی یو هیواد هم پکې ګډون   نه کوی ، اغیزمنه نه ده، او دایټمی وسلو دسلاکوټونو له کمیدو سره هیڅ مرسته نه کوی . 

 دایټمی وسلو  د بندیز  دنوی تړون په سبب ،  هغه هیواد چې  ایټمی وسلې لری او  د دغه تړون غړی شی ، باید   ایټمی سلاکوټ  او  له هغه سره ا ړونده ټول تاسیسات  په یوې  مشخصې نیتې کې   نابود کړی  .

 دایټمی   وسلو د بندیز دتړون اصلی موخه ،  دایټمی وسلو دلرونکو دبدنامولو  او  دایټمی وسلو دبندیز  دژمنتیاؤ داجرا لپاره د سیاسی دباؤنو داعمالولو لپاره  دحقوقې زمینې برابرول دی .