دایران اټومی موافقه باید په ښه ډول اجرا شی
-
دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه غونډه ګټوره وبلله .
فارس خبری اژانس وایی د ناټو مشر وویل باید دایران داټومی موافقې په اجرا تمرکز وکړو .
دناټو مشر ینس اسټولټنبرګ پرون دامریکا له ملی رادیو سره په مرکه کښې له ایران سره داټومی موافقې د اجرا د دوام ملاتړ وکړ او ویې ویل هیڅ موافقه که چیرې اجرا نشی نو ښه موافقه نشی کیدلای .
دناټو مشر دغه راز په نیویارک کښې د ملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ دغونډې په څنګ کښې دپینځه جمع یوې ډلې د غړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو په غونډې خوښی څرګنده کړه .
وړمه شپه دامریکا دنوی حکومت دکار له پیلیدا راهسې دلومړی ځل لپاره د پینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په سویه د ایران داټومی موافقې دکمیسیون غونډه وشوه .
دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه غونډه ګټوره وبلله او ویې ویل ما او دایران خارجه وزیر جواد ظریف داټومی موافقې په باره کښې کاملا متفاوت نظرونه مطرح کړل .
داروپایی اتحادیې دخارجی سیاست مسولې فیډریکا موګرینی هم وویل په غونډې کښې ټولو ګډون کونکو غړیو هیوادونو اټومی موافقې ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .