دعاشورا کلتور د ټولو پتیالیو لپاره دی
Sep 27, 2017 14:56 Asia/Kabul
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دعاشورا کلتور دنړۍ له ټولو پتیالیو سره اړونده وباله .
هغه دحسینی عاشورا په درشل کښې وویل نن سبا زیات هیوادونه او ملتونه چې مسلمانان نه دی بیا هم د عاشورا په ورځ تور بیرغ پورته کوی او ویر او ماتم کوی او غمجن دی ځکه چې هغوې د نړۍ دشیعه مسلمانانو دریم(۳) امام حسین علیه السلام د ازادۍ او د پتیالیتوب بیلګه ګڼی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه عاشورا له باطل سره د حق دمبارزې ورایښت وو چې حضرت امام حسین علیه السلام یې د ظالمو قدرتونو په وړاندې د استقامت، مقاومت ، شهامت او دزړورتیا په بیلګې بدل کړ .
هغه ډاګینه کړه حسینی عاشورا کاملا ځانګړی پیښه ده او د حضرت امام حسین علیه السلام ټول ژوند اود عاشورا کلتور دټولنې لپاره ژغورونکی دی .