دعاشورا کلتور د ټولو پتیالیو لپاره دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56853-دعاشورا_کلتور_د_ټولو_پتیالیو_لپاره_دی
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دعاشورا کلتور دنړۍ له ټولو پتیالیو سره اړونده وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2017 11:26 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسین علیه السلام ټول ژوند اود عاشورا کلتور  دټولنې لپاره ژغورونکی دی .
    د حضرت امام حسین علیه السلام ټول ژوند اود عاشورا کلتور دټولنې لپاره ژغورونکی دی .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دعاشورا کلتور دنړۍ له ټولو پتیالیو سره اړونده وباله .

هغه دحسینی عاشورا په درشل کښې وویل نن سبا زیات هیوادونه او ملتونه چې مسلمانان نه دی بیا هم  د عاشورا په ورځ تور بیرغ پورته کوی او ویر او ماتم کوی او غمجن دی ځکه چې هغوې د نړۍ دشیعه مسلمانانو دریم(۳) امام حسین علیه السلام د ازادۍ او د پتیالیتوب بیلګه ګڼی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه عاشورا له باطل سره د حق دمبارزې ورایښت وو چې حضرت امام حسین علیه السلام یې د ظالمو قدرتونو  په وړاندې د استقامت، مقاومت ، شهامت او دزړورتیا په  بیلګې بدل کړ .

هغه ډاګینه کړه حسینی عاشورا کاملا ځانګړی پیښه ده او د حضرت امام حسین علیه السلام ټول ژوند اود عاشورا کلتور  دټولنې لپاره ژغورونکی دی .