له عراقه د کردستان بیلول د صهیونیسټانو طرحه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56975-له_عراقه_د_کردستان_بیلول_د_صهیونیسټانو_طرحه_ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب له عراقه د کردستان سیمې د بیلیدو د ټول پوښتنې ترسره کیدو ته په اشارې سره دا طرحه صهیونیسټي وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2017 12:04 Asia/Kabul
  • له عراقه د کردستان بیلول د صهیونیسټانو طرحه ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب له عراقه د کردستان سیمې د بیلیدو د ټول پوښتنې ترسره کیدو ته په اشارې سره دا طرحه صهیونیسټي وبلله.

آیت ا... محمد امامي کاشاني د تهران د دې جمعې د لمانځه په خطبو کښې وویل: که کردستان سیمه له عراقه جلا شي نو سبا په تاریخ کښې باید هغه کسان چې د دې ویش سبب شوي دي، د خپل خیانت ځواب ورکړي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه چې د عراق د کردستان سیمې چارواکي دې د نوي مینځني ختیځ طرحې د عملي کولو لپاره د امریکې او صهیونیسټي رژیم سره د ملګرتیا پرځاې باید له هغوي سره مقابله وکړي.

د عراق په کردستان کښې د جدايۍ ټولپوښتنه د نړیوال مخالفت او د عراق د مرکزي حکومت له پریکنده غبرګون باوجود د روانې ستمبر میاشتې په ۲۵ نیټه د دغې سیمې د مشر مسعود بارزاني په شخصي انګیزې سره ترسره شوه.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان په دې خبرې سره چې مقدسې دفاع ډیر ارزښتونه رامینځته کړل او د دښمنانو د نهیلۍ سبب شوه، څرګنده کړه: که د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په موضوع کښې ایراني چارواکي په اقتدار سره د امریکې د زیاته غوښتنو په وړاندې ودریږي نو د هغو جنګیالیو د سرښیندنې په شهادت له برکته دي چې د عاشورا مکتب یې خپل سمبول ګرځولی دی.

آیت ا... امامي کاشاني څرګنده کړه: له ایرانه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د صهیونیسټي رژیم او آل سعود د مشرانو غصه او قهر د ایران د خلکو د میړانې، له ځانه د تیریدنې او سرشندنې د همدې کلتور په وجه دی.

هغه همداشان په وړومبۍ خطبه کښې د امام حسین علیه السلام د شهادت د شپو ورځو په تسلیت سره وویل: د عاشورا مکتب ارزښتناک انسانان روزلي دي او مسلمان ځوانان باید د کربلا له شهیدانو څخه فداکاري، ایثار او معنویت زده کړي څو د دښمنانو په وړاندې ټینګ ودریدی شي.