هندي ځواکونو په کشمیرکې په حسینی ویرجنو حمله وکړه
هندوستان چی په نړۍ کې د سترې ډیموکراسي ادعا کوی په کشمیر کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې مسلمانانو ته حتی د خپلو مذهبی دستورو د ترسره کولو اجازه هم نه ورکوی .
د هندوستان امنیتي ځواکونو پرون د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې پر حسیني ماتمیانو برید وکړ.
پارس ټوډی خبر ورکړی چې د هند امنیتي ځواکونو په ډنډو او اوښلن ګیس سره پر حسیني ماتمیانو برید وکړ. امنیتي عسکرو همداشان یوشمیر اتمیان ونیول.
د نوي ډیلي حکومت په کشمیر کښې په هرډول دیني غونډو بندیز لګولی دی او مدعي دی چې په دغې سیمې کښې د خلکو ماتم او عزاداري کول به د حکومت خلاف مظاهرو باندې بدل شي.
د بشري حقوقو پلوي ډلو د هند د حکومت لخوا په کشمیر کښې د محرم په مراسمو بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دا کار د دیني او ټولنیزو آزادیو خلاف ورزي ده.
هندوستان په تیرو دریو لسیزو کښې ترخپل کنټرول لاندې کشمیر کښې ۶۸ زره مسلمانان وژلي دي.
هندی عسکرو همداراز پرون په پونچ سیمه کې ډزې وکړې چی له امله یې ۳ کسان مړه او ۴ نور هم ژوبل شول .
هندوستان چی په نړۍ کې د سترې ډیموکراسي ادعا کوی په کشمیر کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې مسلمانانو ته حتی د خپلو مذهبی دستورو د ترسره کولو اجازه هم نه ورکوی .
هندی رسندویو د هندوستان د دولت په دغه اقدام په بشپړه چوپتیا غوره کړی ده