په درست پاکستان کې د حسینی تاسوعا دستورې په سختو امنیتی تابیاو کې ترسره کیږی
(last modified Sat, 30 Sep 2017 10:46:49 GMT )
Sep 30, 2017 15:16 Asia/Kabul
  • په درست پاکستان کې د حسینی تاسوعا دستورې په سختو امنیتی تابیاو کې ترسره کیږی

نن همداراز د خیبر پښتونخوا صوبې په کواټ ، پاراچنار او هنګو کې هم د حسینی عزادارانو د ویر او ماتم دستورې روانې دی .

 

زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو په میلیونونو ویرجن نن دکراچۍ ، اسلام اباد ، لاهور ، پیښور او کویټه په شمول په اکثرو وړکوټو او سترو ښارونو او کوڅو کې د حسینی تاسوعا دستورې ترسره کوی .

دغه راپور زیاتوی چی په دغه مناسبت په میلیونونو حسینی ویرجن د حضرت امام حسین ع او د هغه حضرت د وفادارو یارانو په یاد کې مرثیه خوانۍ او سینه زنۍ کوی او په کربلا کې په ورپیښو مصیبتونو او ظلمونو اوښکی بهوی .

په دغه مناسبت په درست هیواد کې سختی امنیتی تابیاوې غوره شوی دی او په زرګونو پولیس او امنیتی عسکرد حسینی ویرجنو ساتنه کوی . د حسینی ویرجنو لپاره د لنګر انتظام  هم شوی دی ،او د بیلا بیلو تنظیمونو لخوا د وینې د اخیستلو لپاره کیمپونه هم لګول شوی دی .

نن همداراز د خیبر پښتونخوا صوبې په کواټ ، پاراچنار او هنګو کې هم د حسینی عزادارانو د ویر او ماتم دستورې  روانې دی .

 

ټیګونه