په ټول ایران کښې د عاشورا د ماسپښین لمونځ ترسره شو
(last modified Sun, 01 Oct 2017 10:19:43 GMT )
Oct 01, 2017 14:49 Asia/Kabul
  • په ټول ایران کښې د عاشورا د ماسپښین لمونځ ترسره شو

د ټول ایران مسلمانانو د حسیني عاشورا په ورځ د ماسپښین لمونځ د امام حسین علیه السلام په یاد کښې په جمعه وکړ.

د محرم الحرام په لسمه یعنې د عاشورا په ورځ په ټول ایران کښې د حسیني ماتمیانو دستو او جلوسونو د شهیدانو د سرور او سالار حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام په اقتدا کښې د هغه حضرت د وروستي لمونځ په توګه د عاشورا د ماسپښين لمونځ په جمعه ترسره کړ.

د حسیني عاشورا د ماسپښین د لمانځه ترټولو مهم پيغام چې هر کال د امام حسین علیه السلام په یاد ترسره کیږي، په ډیرو سختو حالاتو کښې د اسلام د مبین دین ژوندي ساتل او د ټولو لوړو الهي او انساني ارزښتونو احیا او ساتنه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ویرجنو خلکو د نړۍ د نورو ډیرو هیوادونو د خلکو په شان د محرم الحرام په دې لسمه نیټه په جوماتونو، حسینیو او مذهبي ځایونو کښې په حاضریدو او د سینه زنۍ او زنځیر وهنې د دستو په جوړولو سره نوحې وویلې او د شهیدانو د سردار او د هغه د باوفا ملګرو په غم کښې یې وژړل.

 

ټیګونه