نوروز په درستې سیمې او نړۍکې دسولې اوامنیت دټینګیدا زمینه برابره کړې
(last modified Thu, 22 Mar 2018 12:07:13 GMT )
Mar 22, 2018 16:37 Asia/Kabul
  •   نوروز په درستې سیمې او نړۍکې دسولې اوامنیت دټینګیدا زمینه برابره کړې

دنوروز نیکمرغه اختر چې په ایرانیو ریښو سره یو ستر جشن دی ، دنړۍ په دولسو هیوادونو کې په رسمیّت پیژندل کیږی او په لسګونو هیوادونو کې په کال هیندارې کې دغه ورځ رسمی چټی وی .

 ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ  په انګلستان کې داسلامی ا یران سفیر  حمید بعیدی نژاد  بیګا  په لندن کې د نوروز دنړیوالې ورځې  په مناسبت په یولړ دستورو کې   د ۲۰۱۰کال   په فرورۍ کې  په ملګروملتو کې د  نوروز دنړیوالې ورځې  تصویبیدا ته په اشارې سره  ووئیل ،  نوروز  یوازې په ایران کې  کومه کلتوری پیښه  نه ده ، بلکې   په درستې سیمې کې  خورا شوی ده او د  آذربایجان جمهوریت، ازبکستان،قزاقستان،افغانستان ،پاکستان او  مینځنۍ آسیا اوترکیې  په څیر هیوادونه  هم  په دغې ورځې  پرتمین جشنونه لمانځی  او  دا د نوروز داهمیّت  ښودنه کوی .

 دانګریز خارجه وزیر  دمینځنی ختیځ دچارو مرستیال  الیسټئیر برت  هم په دغو دستورو کې  نوروز  په سیمې کې  دسولې اوامنیت دټینګیداپه باب دخبرواترو  اوډیپلوماسۍ لپاره  یو غوره فرصت وبالۀ.

  دنوروز دنړیوالې ورځې   دستورې  بیګا  په لندن کې د اسلامی ایران په سفارت کې  په انګلستان کې د دیره  ایرانیانو،سیاسی شخصیتونو اوډیپلوماټانو  په شتو سره ترسره شوې .

 دنوروز نیکمرغه اختر  چې  په ایرانیو ریښو سره یو ستر جشن دی ،  دنړۍ په دولسو   هیوادونو کې په رسمیّت پیژندل کیږی او  په لسګونو هیوادونو کې   په کال هیندارې کې دغه ورځ رسمی چټی  وی .

 

ټیګونه