د امام علي علیه السلام د شهادت تسلیت درته وایو
نن د روژې د مبارکې میاشتې یویشتمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
بیګا د رمضان المبارک د میاشتې د یویشتمې شپه او همداشان دویم شب قدر و او په ټول ایران کښې خلکو په جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو کښې د دې شپې په روڼولو سره د قدر د شپې دستورې ترسره کړې.
د رمضان المبارک د نولسمې، یویشتمې او درویشتمې نیټې شپې د قدر شپې ګڼل کیږي چې پکښې مسلمانان په شپې روڼولو، په سر باندې د قرآن په نیولو او لوستلو، راز و نیاز او د جوشنِ کبیر دعا په لوستلو سره له خپل خدای سره راز و نیاز کوي.
دا هغه شپه ده چې د ټول کال بله کومه شپه یې فضیلت ته نه رسي او عمل پکښې د زرو میاشتو له عمله غوره دی او په دغه شپه د ټول کال تقدیر لیکل کیږي.
نن د روژې د مبارکې میاشتې یویشتمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
د رمضان د میاشتې د نولسمې نیټې په سهار د ابن ملجم په نامه د خوارجو د ډلې یو بدبخته کس په داسې حال کښې چې امام علي علیه السلام د سهار د لمانځه امامت کوه، خپله په خپلې زهرجنې تورې سره د هغه حضرت پر سر مبارک ګوذار وکړ.
د شیعیانو وړومبی امام د دغه ګوذار خوړلو له امله سخت زخمي شو او دوه ورځې پس یعنې د روژې په یویشتمه نیټه شهید شو.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او ننګیالیو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته تسلیت او تعزیت وایو.