وخت رارسیدلی څود اسلام رحمانی څیره نړیوالوته ورمعرفی شی
دملایشیا نوی لومړی وزیر ماهاتیرمحمد هم په دغو ټیلیفونی خبرو کې دایران اوملایشیا ترمینځ د هراړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو پراختیا ډیره مهمه وبلله او وې وئیل د ملایشیا حکومت سیاسیت به اسلامی ایران سره د هراړخیزو مناسباتو په پراختیا او دملګرتیاؤ په لوړتیا ولاړ وی . ځکه داسلامی ایران سیاستونه ، دنړۍ له نورو هیوادونو سره دملګرتیا اوتعامل لپاره ډیر مناسب اوخوښ دی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن د ملائیشیا دلومړی وزیر په توګه له ټاکل کیدا وروسته محمد ماهاتیر محمد سره په ټیلیفونی تماس کې هغه په مبارکۍ وئیلو سره زیاته کړې ، اسلامی ایران تیار دی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادی ، سیاسی اوکلتوری اړیکې لازیاتې پراخې کړی .
ډاکټر روحانی په سیمې او نړۍ کې د سولې او ثبات دلوړتیا او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمبارزې لپاره د د وو اړخیزو ملګرتیاؤ او هلوځلو په ضرورت په ټینګار سره ورښانه کړې ، اسلامی ایران په دا ورستیو کلونو کې تل په اصولی توګه له ترهه ګرۍ سره په جدی مبارزې ټینګار کړی دی .
هغه همداراز د ملائشیا ملت اوحکومت ته دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره وئیلی دی ، باید د نړۍ خلکو ته داسلام رحمانی څیره وروښودل شی او داسلامی ټولنو اونورو هیوادونو ځوانانو ته وښودل شی چې اسلام د د محبت ،سولې او ګډ سوله ایز ژوند دین دی .
داسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې دامریکا حکومت د درستو نړیوالو قواعدو اوقوانینو په اپوټه له هغې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وواته چې ملګروملتو له خوا تائید شوی وه ووئیل ؛ دامریکا یو اړخیز پالنه او په نورو هیوادونو دخپلو داخلی قوانینو تپل ، د ملتونو دآزادۍ او د نړیوالو قوانینو په اپوټه دی .