ملګرو ملتو د میانمار د پوځ د قومندان په محاکمه کیدو ټینګار وکړ
(last modified Sat, 26 Jan 2019 03:13:05 GMT )
Jan 26, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو د میانمار د پوځ د قومندان په محاکمه کیدو ټینګار وکړ

د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټره د میانمار د پوځ د قومندان د محاکمې غوښتونکې شوه.

رویټرز لیکلي چې په میانمار کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې خبریالې یانګي لي Yanghee Lee پرون وویل: د میانمار د پوځ قومندان باید د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د نسل وژنې په جرم محاکمه شي.

هغې څرګنده کړه چې میانمار ته د کډوالو له ستنیدو مخکښې د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د جنایتونو د عاملانو محاکمه کیدل ضروري دي.

د ویلو ده چې بنګله دیش او میانمار د دغه هیواد په راخین صوبه کښې خپلو کورونو ته د روهینګیا قام د مسلمانو کډوالو د ستنولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده خو تراوسه اجرايي شوې نه ده.

ملګرو ملتو له دې مخکښې هم د میانمار پوځ په دغه هیواد کښې د نسل ختمونې عامل او د نړس ترټولو بد پوځ بللی و.

 

ټیګونه