ترکیې له روهینګیا مسلمانانو ملاتړ وکړ
(last modified Mon, 17 Jun 2019 01:34:15 GMT )
Jun 17, 2019 06:04 Asia/Kabul
  • ترکیې له روهینګیا مسلمانانو ملاتړ وکړ

د ترکیې د ولسمشر ویاند په میانمار کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو ملاتړ وکړ.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې ابراهیم کالین پرون په یوه وینا کښې وویل: په میانمار کښې پاتې روهینګیا مسلمانان لاهم له تشدد سره مخ دي او بنیادي حقوق یې تر پښو لاندې کیږي او د روهینګیا مسلمانانو خلاف د ظلم او ستم د بندولو لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدامات نه دي شوې.

د ترکیې د ولسمشر ویاند زیاته کړه: د میانمار حکومت لکونه مسلمانان د دغه هیواد له راخین صوبې وویستل حال دا چې هغوي له پيړیو راهیسې په دغې سیمې کښې اوسیدل.

ابراهیم کالین هم داشان په اروپا او آسیا کښې له اسلامه د ویرونې خپریدو ته په اشارې سره وویل: د اروپا او سویل ختیځې آسیا ستونزې به له اسلامه په ویرولو سره حل نه شي ځکه چې د هغوي مشکلات په مسلمانانو او اقلیتونو پورې هیڅ اړه نه لري.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال د آګست له پنځویشتمې نیټې څخه د میانمار د لویدیځ په راخین صوبه کښې په روهینګیا مسلمانانو باندې د میانمار د پوځ او تندلارو بودائيانو په حملو کښې څه باندې شپږ زره روهینګیا مسلمانان وژله شوي، اته زره ژوبل شوي او کابو یو میلیون کسان بنګله دیش ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتو خپلواکه حقیقت لټونکې کمیټه د راخین صوبې د حالاتو له څیړنې وروسته دې نتیجې ته رسیدلې چې د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو ډله ایزه وژله او ورباندې یې تیری کړی دی.

 

ټیګونه