د کشمیر سیمې مشر د خلکو خلاف د هندوستان په حملو نیوکه وکړه
(last modified Sat, 06 Jul 2019 03:17:04 GMT )
Jul 06, 2019 07:47 Asia/Kabul
  • د کشمیر سیمې مشر د خلکو خلاف د هندوستان په حملو نیوکه وکړه

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر مشر په کشمیریانو باندې د هندوستان د امنیتي ځواکونو بریدونه د سویلي آسیا د ناامنۍ لامل وبلل.

سردار مسعود خان وویل: نوی ډیلی د خپلو حملو په جاري ساتلو سره، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د خلکو د حقوقو د پوره کیدو مخه نه شي نیولی ځکه چې د دغې سیمې له خلکو د پاکستان سیاسي ملاتړونه هم هغه شان دوام لري.

د پاکستاني کشمیر مشر د هند او پاکستان ترمینځ د صلحې د موافقې خلاف ورزۍ ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې هندي پوځیانو په ځلونو د کشمیر کنټرول لاین په خواوشا سیمو باندې بې وجې ډزې کړې دي.

 

ټیګونه