هندي حکومت د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ
(last modified Mon, 05 Aug 2019 11:35:15 GMT )
Aug 05, 2019 16:05 Asia/Kabul
  • هندي حکومت د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ

هندوستان د سیمې امنیت له خطر سره مخ کړ، د ولسمشر په حکم یې د خپل کنټرول لاندې کشمیر خصوصي حیثیت ختم کړ او دغه سیمه سر له نن څخه د هندوستان د فیډرل حکومت تر قوانینو لاندې راغله.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د هندوستان د ولسمشر نریندر مودي په حکم د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې بیل او ځانګړی حیثیت ختم کړی شو او ورته د هندوستان د یوې صوبې درجه ورکړی شوه. هم داشان لداخ سیمه له کشمیره بیله کړې شوه او هغه هم د هندوستان د فیډرل حکومت تر نیغ په نیغه کنټرول لاندې راغله.

له دې مخکښې د هندوستان په پارلیمان کښې د اپوزیشن غړو، په کشمیر کښې د مودي حکومت له خوا له ګواښ سره د دغې سیمې د امنیت د مخامخیدو په وجه سخت اعتراض وکړ. د حکومت د مخالفو ګوندونو مشران د پارلیمان د مشر د چوکۍ چاپیره راغونډ شول او د هندوستان د حکومت خلاف یې شعارونه ورکړل.

له دې مخکښې د هندوستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر د امنیت، بهرنیو چارو او اسعارو په شمول یوازې درې معاملات د هندي حکومت په لاس کښې وو او پاتې نور ټول اختیارات د جمو او کشمیر له ځايي حکومت سره وو. خو د مودي حکومت اوس د کشمیر د دغه ځانګړي موقعیت په ختمولو سره د نورو ولایتونو خلک کشمیر ته راوستل غواړي.

په دې کار سره د جمو او کشمیر په هکله د ملګرو ملتو د هغو تړونونو د پاتې اهمیت د ختمیدو خطر هم شته چې له مخې یې دغه سیمه لانجمنه ټاکل شوې وه او پاکستان او هندوستان ته سپارښتنه شوې وه چې کشمیریانو ته د خپل راتلونکي د فیصلې لپاره د رایه ورکونې حالات برابر کړي.

 

ټیګونه