د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د فوځيانو ترمېنځ سختې نښتې
خبري سرچينو بېګا د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د فوځيانو ترمېنځ د سختو نښتو خبر ورکړ/ په کشمير کښې دننه هم په مظاهره کونکو د هندي ځواکونو په ډزو کښې لږ تر لږه شپږ مظاهرکونکي ووژل شول او له سلو زيات ژوبل شول.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې خبري سرچينو وويل، د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمېنځ د ډزو د تبادلې اندازه ډېره زياته ده.
د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتريخوالے د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د بنديزونو په زياتولو کښې د نوي ډيلي د حکومت له اقدامه وروسته زيات شوےدے.
هند د تېر ګل په ورځ تر خپل کنټرول لاندې کشمير سيمه کښې خاصه اختيارات لغو کړل. د هند له دغه اقدامه وروسته د کشميريانو لپاره حالات ډېر سخت او دغه سيمې ته د هندوانو د مهاجرت او د هغوي لخوا د کشمير د زمکو د اخېستلو او خرڅولو رمينه برابريږي.
د هند تر کنټرول لاندې د کشمير خلقو دغه اقدام او په دغه سيمه کښې د نوي ډيلي وروستي ګامونه د ځان په خلاف د جنګ اعلان بللے دے.
له بلې خوا د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې په مظاهر کونکو کشميريانو د هند د فوځ په ډزو کښې لږ تر لږ شپږ مظاهره کونکي ووژل شول او له سلو زيات ژوبل شول.خبري سرچينو په دغه سيمه کښې د حالاتو د سختېدو او کړکچنېدو خبرونه او رپوټونه خپارۀ کړي دي.