په کشمیري معترضانو باندې د هندي پوځیانو په برید کښې شپږ تنه زخمي شول
(last modified Sun, 18 Aug 2019 01:26:04 GMT )
Aug 18, 2019 05:56 Asia/Kabul
  • په کشمیري معترضانو باندې د هندي پوځیانو په برید کښې شپږ تنه زخمي شول

د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر به سرینګر سیمه کښې د دغه هیواد د پوځیانو په پروني برید کښې لږترلږه شپږ تنه کشمیري اعتراض کونکي ژوبل شوې دي.

العالم چینل خبر ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو پرون د دغه هیواد له خوا د پوځي حکومت او کرفیو باوجود بیا هم په سیمې کښې مظاهرې وکړې.

عیني شاهدانو ویلې دي چې هندي پوځیانو د شپږو کشمیري معترضانو له زخمي کولو نه علاوه د کشمیر د خلکو په کورونو هم یرغل وکړ او د هغوي سامانونه یې مات کړل.

په کشمیر کښې د ټیلفون او انټرنیټ لاینونه هم هغه شان بند دي.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د آګست په پنځمه نیټه د دغه هیواد ترکنټرول لاندې سیمې ځانګړې اختیارات ختم اعلان کړې دي چې له امله یې کشمیریانو د هندي حکومت خلاف پراخې مظاهرې او اعتراضونه پيل کړل او دا کار او د نوې ډیلي د حکومت ځینې نور ګامونه یې د کشمیر خلاف جنګ بللی دی.

 

ټیګونه