هندوستان د کشمیر په سر د مذاکرې لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړه
Aug 20, 2019 14:41 Asia/Kabul
نوې ډیلي د کشمیر په هکله د پاکستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د اسلام آباد غوښتنه ونه منله.
نوې ډیلي د کشمیر په هکله د پاکستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د اسلام آباد غوښتنه ونه منله.
د هندوستان دفاع وزیر راجنات سنګ د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په هکله د مذاکرې لپاره د پاکستان د غوښتنې په ردولو سره وویل: له اسلام آباد سره یوازې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر په سر د خبرواترو امکان شته دی.
هغه هم داشان زیاته کړه: نوی ډیلی په امنیت شورا یا هر بل نړیوال ارګان کښې د کشمیر د مسئلې د مطرح کیدو مخالف دی.
له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلې وو چې اسلام آباد له نوې ډیلې سره د خبرواترو له لارې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د مسئلې هوارولو ته بیخي چمتو دی.