ایران د کشمیریانو مرستې ته چمتو دی
(last modified Sat, 14 Sep 2019 11:13:21 GMT )
Sep 14, 2019 15:43 Asia/Kabul
  • ایران د کشمیریانو مرستې ته چمتو دی

د ایران د سرې میاشتې ادارې په کشمیر کښې زیانمن شویو ملکي وګړو ته د انساندوستانه مرستې رسولو په لړ کښې خپل چمتو والی اعلان کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ادارې مشر د پاکستان د سرې میاشتې د ادارې مشر او د هندوستان د سره صلیب مشر ته په دوو جلاجلا لیکونو کښې، په کشمیر کښې زیانمن شویو ملکي وګړو ته د انساندوستانه مرستې رسولو په لړ کښې خپل چمتو والی اعلان کړ.

علي اصغر پیوندي په دغه لیک کښې څرګنده کړې ده: د کشمیر کړکیچ او په دغې سیمې کښې رامینځته شوې وروستي بدلونونه د ملکي وګړو د حالت په لړ کښې د ډیرو اندیښنو د رامینځته کیدو سبب شوې دي.

پیوندي په دې دوو لیکونو کښې لیکلې دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنه د نړیوال غورځنګ د یو غړي په توګه او هم داشان د خپلې دندې او ماموریت له مخې، د کشمیر له زیان لیدلو خلکو سره مرستې ته خپله ژمنتیا اعلانوي.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د آګست په پنځمه نیټه د کشمیر د ځانګړې خودمختارۍ د ختمولو په اعلان سره په دغې سیمې کښې د معترضو کشمیریانو ځپلو ته مخه کړې ده او د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ په شپو ورځو کښې یې دغه ځپنه او کرفیو لاسخته کړې ده.

 

 

ټیګونه