د هندوستان سترې محکمې په جمو او کشمیر کښې د کرارۍ راوستلو غوښتنه وکړه
(last modified Tue, 17 Sep 2019 03:04:37 GMT )
Sep 17, 2019 07:34 Asia/Kabul
  • د هندوستان سترې محکمې په جمو او کشمیر کښې د کرارۍ راوستلو غوښتنه وکړه

د هندوستان سترې محکمې د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې ارامښت او کراري راولي.

این، ډي، ټي، وي خبري چینل رپورټ وکړی چې د هندوستان د سترې محکمې جنګ پوړي قاضي رانجن ګګویي د نریندر موودي له حکومته وغوښتل چې کشمیر ته د عادي حالاتو د ورستنولو لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د ځانګړو امتیازاتو له ختمیدو راهیسې په دغې سیمې د اعتراضونو په دوران کښې ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لږترلږه ۴۶۰ تنه نور هم زخمي شوې دي.

 

ټیګونه