شپږ لکه روهینګیا مسلمانان د نسل وژنې له خطر سره مخامخ دي
Sep 17, 2019 07:36 Asia/Kabul
د ملګرو ملتو پلټونکو ټینګار وکړ په میانمار کښې پاتې د روهینګیا قام شپږ لکه مسلمانان لاهم د دغه هیواد د حکومت له خوا د نسل وژنې له جدي خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتو مفتشانو پرون په یو رپورټ کښې وویل چې د میانمار پوځیان لاهم د روهنګیا مسلمانانو د نسل وژنې په لړ کښې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او هغوي د نسل ختمیدو له سخت خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتو مفتشانو په دغه رپورټ کښې ویلې دي: په روانو حالاتو کښې د هغو یو میلیون روهینګیا مسلمانانو میانمار ته ستنیدل ناممکن دي چې مخکښې د میانماري پوځ له خوا ځپل شوي او له دغه هیواد ایستل شوې وو.
د ویلو ده چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان له سره د دغه هیواد د ښآریزو په توګه نه پيژني.