د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نښتې له امله څلور تنه وژل شوې دي
(last modified Sun, 29 Sep 2019 03:01:36 GMT )
Sep 29, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نښتې له امله څلور تنه وژل شوې دي

د هندوستان پولیسو د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د څلورو وسله والو کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.

د فرانس پریس د رپورټ له مخې د هندوستان پولیسو وویل چې دغه څلور تنه وسله وال بریدګر د نوې ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د هندوستان حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د اعتراضونو په وجه په دغې سیمې کښې محدودیتونه لاسخت کړې دي.

کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ډیرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د هندوستان حکومت په دې وروستیو کښې هم کشمیر ته د یو لاک اتیا زره نویو پوځیانو په لیږلو سره په دغې سیمې کښې د خپلو پوځیانو شمیر یو میلیون او اتیا زره کسانو ته رسیدلی دی.

 

ټیګونه