ملګري ملتونه: د برما مسلمانان لاهم له تشدد او شکنجو سره مخامخ دي
(last modified Sun, 06 Oct 2019 03:02:55 GMT )
Oct 06, 2019 07:32 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: د برما مسلمانان لاهم له تشدد او شکنجو سره مخامخ دي

په میانمار کښې د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر په خپل تازه رپورټ کښې ویلي دي چې په دغه هیواد کښې د روهنګیا قام مسلمانان تراوسه له سختو شکنجو او ځورونو سره مخامخ دي.

د پارس ټوډی د خبر له مخې یانګ هي لي ملګرو ملتو ته د خپل رپورټ په وړاندې کولو سره ویلي چې په میانمار کښې حالات د مسلمانانو لپاره لاهم ډیر بوږنونکي دي او په دغه هیواد کښې له بنګله دیشه د ستنیدونکو کډوالو لپاره هیڅ خوندي ځاې نشته.

د ملګرو ملتو خپلواکه مفتش زیاته کړه: د میانمار حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې په راخین صوبه کښې د روهنګیا مسلمانانو خلاف د ځورونې او تشدد لړۍ ختمه کړي او په دې وجه دې کډوال له بنګله دیش څخه میانمار ته نه ورستنیږي.

د ویلو ده چې د میانمار یا برما راخین مسلمان میشته صوبه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو د حملو په ډګر بدله شوې او زرګونه بیګناه مسلمانان په کښې وژل شوې دي.

بنګله دیش او میانمار په تیرو کابو دوو کلونو کښې خپلو کورونو ته د روهنګیا مسلمانانو د ستنیدو په لړ کښې دوه موافقې لاسلیک کړې دي خو د میانمار د حکومت له خوا د مناسبو حالاتو د نه برابریدو په وجه لاهم نه دي اجرايي شوې.

 

ټیګونه