امریکا د ایران پرضد زیاتو دباونو ته دوام ورکوی
تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کښې د ایران د اقدام د ځانګړی ډلې مسول برایان هوک ( Brian Hook) وویل د واشنګټن حکومت د ایران پرضد د زیات دباو په دوام ټینګار لری .
هغه پرون دامریکا د مشرانو جرګې سنا (Senate) د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ په غونډې کښې اعتراف وکړ د واشنګټن حکومت باوری دی چې د هغه څه له لارې چې هغه ډیپلوماسۍ وبلله اقتصادی بایکاټ او د زیات دباو راوستل باید د ایران په هکله خپلو هدفونو ته ورسیږی .
د امریکا په خارجه وزارت کښې د ایران د اقدام د ځانګړی ډلې مسول برایان هوک دغه راز له ایران سره یوې(۱) پراخ بنسټه موافقې ته په رسیدا د ټینګار په ترڅ کښې وویل په دغه موافقې کښې باید څلور (۴) اصلی چورلیزونه یعنی په سیمه کښې دایران اقدامات ، د ایران اټومی پروګرام ، د ایران توغندوی پروګرام او په ایران کښې دامریکا د بندیانو موضوع شامله وی .
د امریکا دغه چارواکی د خپلو بې اساسه ادعاګانو په دوام کښې وویل هغه وخت چې امریکا په اټومی موافقې کښې شتون درلود ایران د لبنان له حزب الله غورځنګ سره خپلې توغندوی ملګرتیاوې زیاتې کړې او دسیمې په کړکیچونو کښې یې لاس درلود .
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په سیمه کښې د کړکیچونو د رامینځته کولو د اصلی عامل په توګه په داسې حال کښې له ایران سره د خبرواترو او پراخ بنسټه موافقې ته د رسیدا خبره کوی چې واشنګټن په ۲۰۱۸ میلادی کال کښې په غیر قانونی ډول له اټومی تړون څخه چې څو کاله د هغه لپاره خبرې شوی وې ووتله او د ایران پرضد یې له سره بایکاټونه اعلان کړل .
امریکا د ایران د خلکو پرضد د ترټولو سختو بایکاټونو له لګولو سره سره تراوسه نه ده توانیدلی د ایران په تسلیمولو کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی .