د بنګله دیش حکومت د روهینګیا کډوالو د منتقلولو هڅه کوي
د بنګله دیش حکومت نیت لري چې د برما د روهینګیا قام یو لاک مسلمان کډوال (باسان نچار) نومې شاړې جزیرې ته منتقل کړي.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې، د بنګله دیش د مرستندویه کمیشن یو مشر په دې خبرې سره چې د روهینګیا مهاجرینو په کیمپونو کښې د کډوالو شمیر ورځ تر بلې په زیاتیدو دی، وویل: ډاکا غواړي روهینګیا مسلمانان له راتلونکې میاشتې څخه په پړاویزه توګه باسان نچار جزیرې ته منتقل کړي.
محبوب عالم مدعي شو چې تراوسه له اوو زرو زیاتو روهینګیايي کډوالو د بنګله دیش په سویل کښې دغې لرې پرتې جزیرې ته له خپل انتقال سره موافقه کړې ده.
خو سره له دې د بشري حقوقو ځینو ډلو له دغې طرحې اندیښنه څرګنده کړې ځکه چې یاده جزیره ډیره لرې پرته ده او هر وخت د سیلاب له خطر سره مخامخ ده.
د ویلو ده چې د میانمار یا برما حکومت د رهینګیا قام مسلمانان د دغه هیواد د ښاریزو په توګه په رسمیت نه پیژني.