د بریتانیا پوځی لاسوهنو سرزورۍ زیاته کړی ده
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین وویل د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د انګلستان له لاسوهنو او د عراق په جنګ کښې له شاملیدا وروسته په دغه هیواد(انګلستان ) کښې سرزورۍ زیاته شوی ده .
د انګلستان د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین د لندن پل د برید په هکله وینا کښې د دغه هیواد لومړی وزیر بوریس جانسن د امریکا د ولسمشر ټرمپ ترټولو ستر چاپلوس وباله .
جیرمنی کوربین وویل اوس وخت دی چې انګلستان باید ځان د امریکا له لکۍ څخه لیرې کړی .
د انګلستان دلیبر ګوند مشر جیرمنی کوربین زیاته کړه د بریتانیا د پوځی لاسوهنو په وجه د ترهګرۍ د مشکلاتو د حل کیدا پرځاې د ټروریزم ستونزې نورې هم پسې زیاتې شوی دی .
هغه وویل د ترهګرۍ پرضد دتش په نامه جنګ په ښکاره ډول ناکامه شوی او نړۍ اوس په عراق باندې د حملو له پایلو سره مخ ده .
د ویلو ده چې د ترهګرۍ پرضد د امریکا د تش په نامه دجنګ د پیلولو په وخت د لیبر ګوند دهغه وخت مشر ټونی بلیر د بریتانیا لومړی وزیر وو خو جیرمی کوربین هغه وخت هم د دغه جنګ مخالفت کړی وو .
د انګلستان د لیبر ګوند مشر جیرمنی کوربین دغه راز پرون ژمنه وکړه د پارلمان په راتلونکو انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې په عربستان د لندن د وسلو د خرڅولو مخه ونیسی .
بریتانیا سعودی عربستان ته د پوځی وسلو یو(۱) ستر صادرونکی هیواد دی .
سعودی عربستان د یمن د مظلومو خلکو د وژلو لپاره د انګلستان او د نورو لویدیځو هیوادونو جوړې وسلې کاروی .