د ناټو غړو هیوادونو د ټرمپ په مقابل کښې شاتګ وکړ
(last modified Thu, 05 Dec 2019 01:49:09 GMT )
Dec 05, 2019 06:19 Asia/Kabul
  • د ناټو غړو هیوادونو د ټرمپ په مقابل کښې شاتګ وکړ

رویټرز خبری اژانس وایی د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو د خپلې پوځی بودجې د زیاتولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دباونو په وړاندې شاتګ وکړ .

د ناټو د غړو هیوادونو د پوځی بودجې په کموالی او ددغه پوځی اتحاد د ځواکونو د لګښت د تامینولو لپاره د کافی پیسو د نه ورکولو په خاطر د ناټو په غړو هیوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګواښونو او نیوکو وروسته د ناټو مشران په ټول کښې په راتلونکو پینځو (۵) کلونو کښې د خپلې بودجې  او د پیسو د ورکولو ونډه زیاتوی .

د ناټو  دغړو هیوادونو ځینې مشران نیت لری هر کال د میلیونو ډالرو په ورکولو سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ له ژبنی ګواښونو په امان کښې ووسی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ په ناټو اتحاد کښې د لګښتونو د تامینولو لپاره د خپلې ونډې د نه ورکولو په خاطر د ناټو نور غړی هیوادونه خلاف ورزۍ کونکی وبلل .

هغه دغه راز ګواښ وکړ که چیرې دناټو په یوه (۱) غړی هیواد حمله وشی امریکا به د هغه هیواد د دفاع کولو جوګه نه وی .

 

ټیګونه