په بریتانیا کښې نن انتخابات ترسره کیږی
زمونږ خبریال وایی په بریتانیا کښې نن عمومی انتخابات کیږی او د رایو اچول به د لندن د سهار په اوه(۷) بجې پیل او د شپې تر لسو (۱۰) بجو پورې دوام ولری .
دغه انتخابات له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو په نوم سره ترسره کیږی او پکښې د پاکستان د څو توکمه کسانو په شمول درې زره درې سوه (۳۳۰۰) کاندیدان ګډون کوی .
د بریتانیا په نن ورځې انتخاباتو کښې به څلویښت (۴۰) میلیونه او شپیته لکه خلک خپلې رایې واچوی .
له نولس سوه درویشتم (۱۹۲۳) میلادی کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د بریطانیا عمومی انتخابات په دسمبر میاشت کښې کیږی .
د بریتانیا پارلمان شپږ سوه پنځوس(۶۵۰) څوکۍ لری او که کوم ګوند درې سوه شپږویشت (۳۲۶) رایې ترلاسه کړی نو اکثریت یې ترلاسه کړی دی .
د ویلوده چې دا په تیرو څلورو(۴) کلونو کښې د بریتانیا دریم (۳) انتخابات دی چې ترسره کیږی .
دغه راز د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین د هیواد په خلکو غږ وکړ ایسټبلیشمینټ ته ګوزار ورکړی او د هیلې لپاره رایې ورکړی او دغه راز بل کاندید بوریس جانسن له رایو ورکونکو څخه وغوښتل چې زما ملاتړی وکړی او له کریسمیس اختر مخکې له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو موضوع حل کړی .