د تائيوان د فوځ لوے درستيز د هيلي کاپټر د غورزېدو په پېښه کښې ووژل شو
د تائيوان د فوځ لوے درستيز د هيلي کاپټر د غورزېدو په پېښه کښې ووژل شو
Jan 02, 2020 14:02 Asia/Kabul
د تائيوان د دفاع وزارت د يو هيلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کښې د دغه هېواد د فوځ د لوے درستيز شن يي مين د وژل کېدو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د تائيواد د دفاع وزارت وويل په دغه پېښه کښې پينځه تنه ژوندي پاتې شوي ا د اتو نورو کسانو برخليک لا نه دے معلوم.
د دغه رپوټ له مخې دغه هيلي کاپټر د تائيوان د شمال ختيځ ييلان سيمې ته د ماموريت په حال کښې ؤ چې له پېښې سره مخامخ شو.
دغه پېښه په داسې حال کښې رامنځته شوه چې دغه ټاپووزمه د حکومت د نوي مشر د ټاکلو لپاره د عامه انتخاباتو د کولو لپاره د چمتووالي په حال کښې ده.