د ناټو مشر افغانستان ته خپل سفر وځانډوه
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون وویل د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ په لویدیځې اسیا کښې د وروستیو بدلونونو په دلیل کابل ته خپل سفر وځانډوه .
ټاکل شوی وه چې د ناټو مشر ینس سټولټبنرګ نن افغانستان ته ورشی او د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی سره خبرې وکړی .
وړمه ورځ ناټو وویل چې دغه تړون به د عراق د حالاتو په خاطر خپل ځینې عسکر له دغه هیواد څخه وباسی .
ډانمارک هم خپل عسکر له عراق څخه وباسی او کویت ته یې انتقالوی .
دغه راز د روسیې او د ترکیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان په استنبول کښې له کتنې وروسته په یوې ()بیانیې کښې وویل د ایران او د امریکا ترمینځ تاوتریخوالی نامطلوب حد ته رسیدلی دی او په عراق باندې د هغو منفی پایلې ډیرې اندیښمونکی دی .
روسیې او ترکیې وویل مونږ ایران او امریکا زغم ته وربولو او له دواړو لورو غواړو چې خپل مشکلات له ډیپلوماټیکی لار حل کړی .