اروپائی اتحادیه د الوتکې په پیښې کې د ایران دشفافوالی هرکلی کوی
(last modified Sun, 12 Jan 2020 11:03:12 GMT )
Jan 12, 2020 15:33 Asia/Kabul
  • اروپائی اتحادیه د الوتکې په پیښې کې د ایران دشفافوالی هرکلی کوی

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی هم په ېوې اعلامیې خپرولو سره روښانه کړې دغه دردناکه پیښه داسې موضوع نه ده چې په آسانۍسره ورځینی تیر شو،او بایدددغې پیښې دعلتونو او عوامولو دپیژندلو لپاره بشپړ څیړنې وشی .

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړد ا روپائی اتحادئې دبهرنی سیاست د کمیشن مسئول جوزپ بورل  بیګا ددې خبرې په کولو سره  چې  د اوکراین د الوتکې د نسکوریدا په باب ئې د ایران  د خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خوا یو لیک ترلاسه کړی دی ، ووئیل   په دې باب د ایران شفاف والی ډیر اهمیّت لری .

د اوکراین  یوه مسافری الوتکه  د چارشنبې په سهار وختی  د امام خمینی هوائی ډګر څخه د الوت سملاسی وروسته  نسکوره شوی او یو سل شپږ اویا درست مسافران ئې په حق رسیدلی دی .

  دایران د پوځ لوی درسیتزوالۍ  دشنبې په ورځې تائید کړی چې  دغه الوتکه  د انسانی تیروتنې  له امله او سهوا په توغندی ویشتل شوی ده .

 دغه اورګان ډاډ ورکړی،چې ددغه ډول تیروتنو دتکراریدو دامکان د مخنیوی  په خاطر په عملیاتی بهیرونو کې د اساسی اصلاحاتو لپاره په ترسره شوو ارزونو سره،د پیښې ګرَم  به د وسلوال پوځ قضائی محکمې ته ورمعرفی شی څو له شوو تیروتنو سره  قانونی چلند وشی .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  هم په ېوې اعلامیې خپرولو سره روښانه کړې دغه دردناکه پیښه داسې موضوع نه ده چې په آسانۍسره ورځینی تیر شو،او بایدددغې پیښې دعلتونو او عوامولو  دپیژندلو لپاره بشپړ څیړنې وشی .

 

ټیګونه