د روحاني ځانګړي استازي د یوکراین له ولسمشر سره وکتل
(last modified Tue, 21 Jan 2020 01:15:11 GMT )
Jan 21, 2020 05:45 Asia/Kabul
  • د روحاني ځانګړي استازي د یوکراین له ولسمشر سره وکتل

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر خصوصي نماینده په کی یف کښې د یوکراین له ولسمشر سره ملاقات وکړ.

د ولسمشر له خوا د ځانګړي استازي په توګه د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر محمد اسلامي پرون په دغه کتنه کښې د حسن روحاني پيغام د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زلِنسکي Volodymyr Zelensky ته ورسوه.

د ایران او یوکراین دغو جګ پوړو چارواکو د الوتکې د نسکوریدو د پيښې د قربانیانو د کورنیو د غم د کمولو لپاره د تهران او کي یف د ګډو هلوځلو او د دوه اړخیزې ملګرتیا د تعقیبونې په لړ کښې صلاح مشورې او د نظر تبادله وکړه.

په دغه کتنه کښې د یوکراین ولسمشر وویل: ایران د دې پیښې د رامینځته کیدو د وجوهاتو په هکله د تحقیق لپاره پر خپلې کړې ژمنې عمل کړی دی.

د ویلو ده چې د یوکراین د هوايي چلند یوه مسافري الوتکه د روانې جنورۍ د میاشتې په اتمه نیټه د تهران له امام خمیني(رح) هوايي ډګره له الوت کولو څو دقیقې وروسته نسکوره شوه او په کښې سپاره ټول ۱۷۶ کسان مړه شول.

 

ټیګونه