په چین کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر نوره هم زیات شو
کرونا ویروس،تر دې دمه پر چین سربیره،د امریکا ، فرانسې،او آ سټریلیا پشمول په نورو یولسو هیوادونو کې هم لیدل شوی او زیاترو هیوادونو هم چین ته دسفر لپاره خپلو ښاریزو ته خبرداري ورکړي دي .
زمونږخبریال د چین د ساؤت چینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې له قوله راپورراکړ هغه درست کسان چې د چین په هوبی ولایت کې ئې ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،د ووهان ښار اوسیدونکي وو چې د د کرونا خوریدونکی ویروس د مرکز په توګه پيژندل شوی دی .
وئیل کیږي چې تر نن سهار وختي پورې ددغې ناروغۍ له امله یو څلویښت کسان قرباني شوي او دا هم وئيل شوي چې کابو زر کسان نور په دغه ویروس ککړ شوي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي،د چین په ۲۹ولایتونو کې دغه کرونا ویروس خور شوی او د لسګونو زره خلکو ژوند ګواښي .
چین د کرونا ویرس د لازیاتې خوریدا د مخنیوي په موخې سره تردې دمه د هوبي ولایتله اتو ښارونو څخه درستې لارېغوڅې کړي او له دغو ښارونو ئې په تګ راتګ بندیز لګولی دیاو دغه ښارونه ئې قرنطینه کړي دي او په سلګونو ډاکټران نورو ښارونو او ولایتونو ته ددغې ناروغۍ د خپریدو دمخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.
کرونا ویروس،تر دې دمه پر چین سربیره،د امریکا ، فرانسې،او آ سټریلیا پشمول په نورو یولسو هیوادونو کې هم لیدل شوی او زیاترو هیوادونو هم چین ته دسفر لپاره خپلو ښاریزو ته خبرداري ورکړي دي .