هندوستان کښې د ښاریزتوب د نوي قانون په اجرا باندې اعتراضونه دوام لري
Jan 26, 2020 07:38 Asia/Kabul
د راجستان د صوبايي اسمبلۍ نمایندګانو هم د ښاریزتوب له نوي قانون سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د مذهبي توکمپالنې په لړ کښې د ښاریزتوب د نوي قانون په اجرا باندې د هندوستان د پنجاب او کرالا صوبو د پارلیمانونو له اعتراض وروسته د راجستان د صوبايي اسمبلۍ نمایندګانو هم له دغه قانون سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د هندوستان د راجستان د صوبايي اسمبلۍ مخالفو نمایندګانو د دغه قانون لغو کیدو ته د راې په ورکولو سره د نوې ډیلي د حکومت خلاف شعارونه ورکړل او دغه کار یې د هند د اساسي قانون خلاف وباله.