د مصر اهرام د فرعونانو قبرونه نه دي
(last modified Mon, 03 Feb 2020 10:06:10 GMT )
Feb 03, 2020 14:36 Asia/Kabul
  • د مصر اهرام د فرعونانو قبرونه نه دي

زمونږخبریال وايي د مصر د اهرامو په هکله عام خیال او تصور دا دی چې هغه د فرعونانو قبرونه دي .

خو یوه تاریخ لیکونکی د دغه تصور په اپوټه د مصر د اهرامو د جوړولو داسې مقصد او هدف بیان کړی دی چې د چا په خیال او ګمان کښې هم نه راتله  .

د لرغوني تاریخ کارپیژاند میتهیو سبسن په یوټیوب (۱) اینټرنیټ چینل باندې په یوې (۱) ویډیو کښې د یونان د لرغوني تاریخ لیکونکي هیروډوټس په قول ادعا کړي ده چې د مصر اهرام د کوم قبر په ډول نه بلکې د اوبو د یوه (۱) ستر پمپ په توګه جوړ کړی شوي دي .

د لرغوني تاریخ کارپيژاند میتهیو سبسن وویل چې  دیونان لرغوني تاریخ لیکونکي هیروډوټس څلور سوه نوي (۴۹۰)میلاد مخکې کاله د مصر پلازمینې قاهرې ته ورغلی وو نو هغه وخت ځايي خلکو ورته ویلي وو چې دوه (۲) اهرامه د انسان په لاس جوړو شویو مصنوعي جهیلونو یعني ډنډونو کښې ډوب شوي دی او دغه جهیل موئرس یا کارون  (Lake Moeris ) دی او دوه() بې درکه اهرام په دغه جهیل یا ډنډ کښې ډوب شوي دي .

د دغو دوو (۲) اهرامو په هکله تاریخي لیکونکي جوهین برن هارډ فیشر په خپل کتاب کښې ویلي دي چې دغه دوه (۲) اهرام د مصر پخواني باچا موئرس په خپل نوم باندې د جهیل یا ډنډ په غاړه جوړ کړي وو او په دغو دوو (۲) اهرامو کښې یې یو(۱) د خپلې میرمنې د مقبرې یعني مزار لپاره جوړ کړی وو .

خو د لرغوني تاریخ کارپیژاند میتهیو سبسن له ډیرو کلونو راهسې ادعا کوي چې دغه اهرام له قبرونو یعني مقبرو سره هیڅ تړاو نلري بلکې له اوبو سره اړه لري او دوه (۲) بې درکه شوي اهرام د جهیل یا ډنډ په څنډه کښې نه بلکې د جهیل په مینځ کښې جوړ کړې شوي وو چې دغه خبره د هیروډوټس کتاب هم تائیدوي .

 

ټیګونه