۱۵ تنه روهنګیا پناه غواړي د بنګله دیش په ساحل کښې غرق شول
Feb 12, 2020 16:27 Asia/Kabul
د بنګله دیش ساحلي ګارډ د دغه هیواد په سمندري سواحلو کښې د ۱۵ روهنګیا مهاجرینو د ډوبیدو خبر ورکړ.
د بنګله دیش ساحلي ګارډ د دغه هیواد په سمندري سواحلو کښې د ۱۵ روهنګیا مهاجرینو د ډوبیدو خبر ورکړ.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، د بنګله دیش ساحلي ګارډ نن وویل چې د ۱۳۰ تنو روهنګیا مسلمانانو یوه کشتۍ د بنګله دیش په سواحلو کښې ډوبله شوه چې په کښې پنځلس کډوال مړه شوي او ۷۳ تنه ژوندي راوویستی شول.
خبر زیاتوي چې د بنګله دیش مرستندویه او ژغورونکي ځواکونه د دې پیښې د ډوبو شویو او بې درکه شویو کسانو د موندلو هلې ځلې کوي.
د ویلو ده چې دغه کشتۍ بیګا د بنګله دیش په سویل کښې له کاګس بازار سیمې څخه چې څه باندې یو میلیون روهنګیا مهاجرین په کښې دیره دي، د ملایشیا په لور روانه شوې وه.