په اروپا او اېشياء کښې د توغنديو د ځاے پرځاے کولو په اړه امريکې ته د روسيې خبردارے
(last modified Tue, 18 Feb 2020 11:55:57 GMT )
Feb 18, 2020 16:25 Asia/Kabul
  • په اروپا او اېشياء کښې د توغنديو د ځاے پرځاے کولو په اړه امريکې ته د روسيې خبردارے

د امريکې جنجالي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وسلو او امنيتي معاهدو په شمول د نړيوالو معاهدو او تړونونو څخه د وتلو پاليسي غوره کړې ده.

د ټرمپ حکومت د ۲۰۱۹ کال د اګست په دويمه نېټه په يو اړخيزه توګه د آئي اېن اېف معاهدې څخه ووتۀ او اوس هغه توغنده اي آزمائنې چې د دغې معاهدې په چوکاټ کښې منعې وې بيا شروع کړې دي. دغه مسئله د وسلو د کنټرول د دغې مهمې معاهدې د بل لوري په توګه د روسيې د سختې اندېښنې سبب شوې ده.

د واشنګټن د توغنده اي تحريکونکو اقداماتو په باره کښې د ماسکو د چارواکو د خبرداريو په دوام کښې د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف په اروپا او اېشيا کښې د خپلو توغنديو د ځاے پرځاےکولو د عواقبو په باره کښې امريکې ته خبردارے ورکړ. لاوروف د آئي اېن اېف معاهدې څخه په وتلو کښې د امريکې په دريځونو باندې په نيوکې سره وويل: «امريکې دغه معاهده تباه کړه او په فعالانه توګه په اروپا او اېشيا کښې د داسې وسلو د ځاے پرځاے کولو لپاره د زمينې د برابرولو په حال کښې ده چې يو وخت منعې کړې شوې وسلې ګڼل کېدې او اوس دا موضوع نه پټوي.»

منعې کړې شويو وسلو ته د لاوروف اشاره هغه توغندي دي چې د آئي اېن اېف معاهدې له مخې يې ځاے پرځاےکول منعې شوي وو، هغه معاهده چې ترې د امريکې له وتلو وروسته روسيه هم په متقابل اقدام کښې له دغې معاهدې ووتله.

له آئي اېن اېف معاهدې څخه له وتلو وروسته امريکې په عملي توګه د لنډې فاصلې او مېنځنۍ فاصلې وېشتونکي کروز او بالېسټک توغنديو د پراختيا او آزمائنې بهير په عملي توګه شروع کړے دے. د واشنګټن مقصد دا دے چې روسيه دغسې يو بهير شروع کولو ته مجبوره کړي او په دا ډول يو ځل بيا له اقتصادي لحاظه د روسيې د کمزوري کولو په هدف سره د نوو وسلو سيالي يو ځل بيا شروع شي. خو ماسکو تاکيد کړے دے چې په دې دام کښې به ګېره نه شي. د روسيې د خارجه وزير مرستيال سرګئ ريابکوف وويل: مونږ به د زيات لګښت لرونکې وسله ايزې سيالۍ ته ورونه دانګو.

که څه هم ماسکو له واشنګټن سره د وسله د معاهدو په باره کښې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړے دے، خو د روسيې لوړرتبه چارواکي د امريکې له توغنده اي او ايټمي اقداماتو سره په يو وخت او متقابل ځواب ورکولو لپاره د چمتوکېدو په ضرورت  تاکيد کوي.

په حقيقت کښې روسيه د امريکې د اصلي توغنده اي او ايټمي سيال په توګه د واشنګټن د اقداماتو په مقابل کښې بې کاره نه ده ناسته او کوشش کوي د نويو توغنده اي پروګرامونو په پراختيا سره هم هغه شان له امريکې سره توغنده اي او ايټمي پرتله والے وساتي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن هم د امريکې له توغنده اي آزمائنو وروسته د روسيې وسله والو ځواکونو ته حکم ورکړ چې د واشنګټن د دغه اقدام د دقيقې څېړنې ترڅنګه دې د متقابل ځواب ورکولو لپاره چمتو اوسي. د روسيې د ولسمشر په باور د امريکې توغنده اي آزمائنې ښودنه کوي چې دغه هېواد مودې مودې مخکښې له آئي اېن اېف معاهدې  څخه د وتلو په فکر کښې ؤ. روسيان باوري دي چې امريکنيان د آئي اېن اېف معاهدې د خلاف ورزۍ په اړه د ماسکو په خلاف له تور لګونې سره سره واشنګټن مودې مودې مخکښې په پټه توګه د لنډې فاصلې او مېنځنۍ فاصلې ويشتونکو کروز او بالېسټک توغنديو د پراختيا په حال کښې ؤاو اوس يې آزمائنه کوي.

د روسيې لوړرتبه چارواکو تاکيد کړے دے چې تر هغه وخته چې امريکه په اروپا او اېشيا کښې دنويو کروز او بالېسټک توغنديو ځاے پرځاے کول شروع نه کړي دغه شان اقدام به ترسره نه کړي. خو د ماسکو غوښتنې ته د واشنګټن ځواب منعې دے. په حقيقت کښې د ټرمپ حکومت د خپلو لوړ الوت کونکو توغندي او ايټمي پلانونو عملي کول غواړي چې له آئي اېن اېف معاهدې څخه له وتلو وروسته يې د دې کار فرصت پېدا کړے دے.

مهم ټکے دا دے چې روسيه هم هغه شان د وسلو د کنټرول د معاهدو د ساتنې غوښتونکې ده. په دې لړ کښې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د 2019 کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه د رايو په اتفاق سره د وسلو د کنټرول، د ايټي بې وسلې کولو او ډله ايزې وژلې د وسلو د خپرولو د منعې د سيسټم د پياړتيا په باره کښې د روسيې وړانديزي پرېکړليک تصويب کړ. په دغه سند کښې د وسلو د کنټرول په زمينه کښې د معاهدو او موافقو له تباهۍ سره د مخامخولو د عواقبو د جدي څېړنې غوښتنه شوې ده.

---------

 

ټیګونه