د لیبیا د ملي وفاق حکومت مشر ترکیې ته ورغلی
ایرنا خبري اژانس وايي د لیبیا د ملي وفاق د حکومت مشر فائز السراج بیګا په استنبول کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتنه وکړه .
دغه کتنه د خبریالانو له شتون پرته او د بندو دروازو شاته وشوه .
دا په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې ترکیې ته د لیبیا د ملي وفاق د حکومت د مشر فائزالسراج دوهم(۲) سفر ګڼل کیږي .
ترکیه په دې وروستیو کښې په جدي ډول د لیبیا پیښو ته ورګډه شوي ده او په رسمي ډول د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ډلې په مقابل کښې د ملي وفاق د حکومت د مشر فائز السراج د حکومت ملاتړ کوي .
د تیرې میلادي کال د نوامبر د میاشتې په اوویشتمه (۲۷) نیټه ترکیې د لیبیا د ملي وفاق له حکومت سره د سمندري سرحدونو د معلومولو او د امنیتي ملګرتیا دوه (۲) تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې په مدیترانې سمندر کښې د انرژۍ سرچینې راوباسي او دغه اقدام د مصر د یونان د قبرص او د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ډلې د قومندان جنرال خلیفه حفتر د خپګان سبب شوی دی .
د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ په نوم ډلې چې کلونه کلونه یې د سعودي عربستان د مصر ، متحده عربي اماراتو او د ځینو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره د لیبیا په ختیځ سلطه لرله په تیرو څو میاشتو کښې د لیبیا د شمال په لور پرمختګ کړی دی .
لیبیا د دغه هیواد د خلکو د ۲۰۱۱ میلادي کال له انقلاب وروسته چې د پخواني دیکتاتور معمر قذافي د حکومت دنسکوریدا سبب شو د امریکا د سیمې او د ځینو اروپايي هیوادونو په لاسوهنو سره له جنګونو او سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ شوي ده .